پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په وژونكي بريد كښې د نوموړي عالم دين او پخواني اېم پي اے شېخ الحدېث مولانا ادريس په شهادت د سخت افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ګورنر د مولانا صاحب شهادت نه يوازې صوبې بلكې ګرد هېواد لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان وګرځولو۔ ده ووئيل د مولانا ژوند د دين په خپرولو او …
د خيبر پښتونخوا ګورنر د مولانا ادريس په شهادت غمرازي ٬ اعلی چارواكو څخه يۍ رپورټ وغوښتلو

مزید خبریں
پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په وژونكي بريد كښې د نوموړي عالم دين او پخواني اېم پي اے شېخ الحدېث مولانا ادريس په شهادت د سخت افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ګورنر د مولانا صاحب شهادت نه يوازې صوبې بلكې ګرد هېواد لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان وګرځولو۔ ده ووئيل د مولانا ژوند د دين په خپرولو او امن ته وده وركولو كښې مصرف كېدو۔ داسې علماﺀ كرام د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان د سترګو ازغي دي۔ ده ووئيل د مولانا شهادت به بې ځايه نه ځي او وژونكي به سختې سزا سره مخ كړې شي۔ ده اولس ته اپېل وكړو چې هغوي صبر او زغم له لاسه ورنكړي۔ ګورنر د شهيد وارثانو ٬ طالبعلمانو او مينه والو سره د يووالي څرګندونه كولو سره هغوي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔










