د خيبر پښتونخوا وزير اعلی په مولانا محمد ادريس د ترسره شوي وژونكي بريد رپورټ وغوښتلو٬ ژوبل پوليس اهلكارو له د غوره طبي آسانيو وركولو هدايت

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آپریدی د نهې په ورځ په چارسده كښې د وژونكي بريد په نتيجه كښې د نوموړي عالم دين مولانا محمد ادريس د شهادت پېښې نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه كړې ده۔ د وزیر اعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی پوليس چارواكو څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔ وزیراعلٰی ووئيل د مولانا ادريس شهادت د افسوس وړ …

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آپریدی د نهې په ورځ په چارسده كښې د وژونكي بريد په نتيجه كښې د نوموړي عالم دين مولانا محمد ادريس د شهادت پېښې نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه كړې ده۔ د وزیر اعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی پوليس چارواكو څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔ وزیراعلٰی ووئيل د مولانا ادريس شهادت د افسوس وړ دے٬ په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره ولاړ يو۔ وزیر اعلیٰ شهيد لپاره د لوړو درجو او مينه والو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده په پېښه كښې ژوبل شوو له د غوره او فوري طبي آسانيو وركولو هدايت هم وكړو۔ وزيراعلی ووئيل د مولانا د شهادت خبر په اورېدو راته زيات خفګان وشو۔ ټول قام د ځپلې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك دے۔

مزید خبریں