ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګروپ انيشي ايټو “مشعلِ امن” پلاوي وليدل

پېښور 29 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د شورو په ورځ د ګروپ انيشي ايټو "مشعلِ امن" پلاوي په ګورنر هاٶس پېښور كښې وليدل۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د پلاوي مشري عثمان اشرف كوله او په پلاوي كښې فياض آفريدې ، ډاکټر سني، ډاکټر احمد ، وقار خان، سدره خان ، فروا عقيل او د ځوانانو د ګرد هېواد تنظيم "برګد" سينئر …

پېښور 29 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د شورو په ورځ د ګروپ انيشي ايټو “مشعلِ امن” پلاوي په ګورنر هاٶس پېښور كښې وليدل۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د پلاوي مشري عثمان اشرف كوله او په پلاوي كښې فياض آفريدې ، ډاکټر سني، ډاکټر احمد ، وقار خان، سدره خان ، فروا عقيل او د ځوانانو د ګرد هېواد تنظيم “برګد” سينئر پروګرام منيجر صائقه راني او نور ځوانان شامل وو۔ پلاوي په دې موقع ګورنر د “مشعلِ امن” منصوبې د اغراض و مقاصد نه خبر كړو كوم چې د صوبې ځوانانو لپاره اربن اېجوكېشن، شموليت (Inclusion) او د مضبوطيا او برداشت (Resilience) په وده اډانه دے۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں