پېښور ۔ 29 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې رضاکارۍ كښې متحرك ځوانان زمونږ سرمايه دي٬ د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د رمضان المبارک په مهال په ګورنر هاؤس پېښور كښې كوچنيانو لپاره په افطار ډنر كښې په رضا كارانه توګه د كار كوونكو ځوانانو په درناوي كښې تابيا …
رضاکارۍ كښې متحرك ځوانان زمونږ سرمايه دي ٬ د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ د ټولو ذمه واري ده: فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 29 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې رضاکارۍ كښې متحرك ځوانان زمونږ سرمايه دي٬ د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د رمضان المبارک په مهال په ګورنر هاؤس پېښور كښې كوچنيانو لپاره په افطار ډنر كښې په رضا كارانه توګه د كار كوونكو ځوانانو په درناوي كښې تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ اثاثه دي ٬ د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري يو ځوان او متحرك مشر دے۔ ځوانان دې دده ملګرتيا وكړي او د هېواد او صوبې پرمختګ كښې دې خپل كردار ولوبوي۔ ده په دې لړ كښې د پاكستان يوتھ پارليمنټ كردار وستائلو۔ د پاکستان یوتھ پارلیمنټ صدر ابوبكر په دې موقع د ګورنر مننه وكړه او دده وېمن امپاورمنټ یوتھ انګېجمنټ ايجنډا يۍ د ستائنې وړ وګرځوله










