ګلګت۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی جسټس (ر) یار د ګلګت بلتستان یونین آف جرنلسټس په ټاكنو كښې سینئر خبريال خالد حسېن ته په صدر ټاكلے كېدو او د هغه كابينې له مباركي وركړې ده۔ ده هيله ولرله چې نوې مشرتابه به د خبريالانو خېر ښېګړې او ذمه وار صحافت ته ودې وركولو له مؤثر كردار ترسره كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې …
د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی د يونين آف جرنلسټس نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له مباركي

مزید خبریں
ګلګت۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی جسټس (ر) یار د ګلګت بلتستان یونین آف جرنلسټس په ټاكنو كښې سینئر خبريال خالد حسېن ته په صدر ټاكلے كېدو او د هغه كابينې له مباركي وركړې ده۔ ده هيله ولرله چې نوې مشرتابه به د خبريالانو خېر ښېګړې او ذمه وار صحافت ته ودې وركولو له مؤثر كردار ترسره كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په موجوده دور كښې دروغ خبرونه او غېر مصدقه معلومات يو جدي چېلنج جوړ شوے چې ورسره نه يوازې اولسي رائے ځپلې كيږي بلكې ټولنيزې همغږۍ ته زيان هم رسي۔ ده په خبريالانو زور راړو چې هغوي د خبر تصدیق، د حقائقو درستګي او مسؤولانه رپورټنګ باوري كړي۔ ده هيله ولرله چې د ګلګت بلتستان یونین آف جرنلسټس مشرتابه به د دروغو خبرونو مخنيوي او ذمه وار صحافت ته ودې وركولو له فعال اقدامات وكړي۔ ده ووئيل حكومت به خبريالانو ته پېښې مسئلې حل كولو او يو خوندي او سازګار چاپېريال برابرولو كښې هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي











