خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ پیښو درې مياشتيز رپورټ جاري كړے شو

پېښور ۔ 27 اپریل (اے پي پي) خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګړۍ پیښو په اړه درې ميياشتيز رپورټ جاري کړے شوے ۔ د کیپټل سټي پولیس پیښور وياند د اړخه جاري راپور تر مخه د صوبې په 14 ضلعو كښې د ترهه ګرۍ 475 مقدمې درج كړې شوي ٬ په دغه مقدمو كښې 1427 ملزمان نومولے شوي او د کارروائیو په مهال 107 ملزمان ونيولے شول ۔ پولیس تر …

پېښور ۔ 27 اپریل (اے پي پي) خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګړۍ پیښو په اړه درې ميياشتيز رپورټ جاري کړے شوے ۔ د کیپټل سټي پولیس پیښور وياند د اړخه جاري راپور تر مخه د صوبې په 14 ضلعو كښې د ترهه ګرۍ 475 مقدمې درج كړې شوي ٬ په دغه مقدمو كښې 1427 ملزمان نومولے شوي او د کارروائیو په مهال 107 ملزمان ونيولے شول ۔ پولیس تر مخه مختلف آپریشنز كښې 85 ترهه ګر وژلے شوي۔ راپور كښې وئېلې شوي د ترهه ګرۍ مقدمو كښې نومولې شوي 1235 كسان په فورتھ شیډول كښې شامل کړے شول ٬ د ترهه ګرۍ په پیښو كښې د پوليس 71 اهلکار شهیدان او 68 ژوبلاو 67 وګري شهیدان او 298 ژوبل شوي ۔ د فرنټیئر کور (ایف سي) 27 اهلکار شهیدان او 45 ژوبل شوي دي ، د نورو ځواكونو 21 اهلکار شهیدان او 66 ژوبل شوي ۔ د ضلع وار صورتحال تر مخه د ترهه ګرۍ پیښو څو ضلعې تر ټولو زياتې ځبلې دي، بنوں كښې تر ټولو زياتې 92 پیښې رپورټ شوي ، شمالي وزیرستان كښې 88 او ډیرہ اسماعیل خان كښې 65 پیښې رپورټ شوي دي۔ راپور كښې واضحه كرې شوې چې دترهه ګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو کاررواۍ روانې دي او صوبه كښې د امن و امان صورتحال ښه كولو لپاره اقدامات تند كړے شوي دي۔

مزید خبریں