پېښور 25 اپرېل (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستان پيپلز پارټي د ګلف صدر مياں منير هنس د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر لخوا جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په په چارو، د سمندر پورې پاکستانيانو په مسئلو او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څړكندونه وشوه ۔ د ملاقات …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د پاکستان پيپلز پارټي د ګلف صدر ملاقات،د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور 25 اپرېل (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستان پيپلز پارټي د ګلف صدر مياں منير هنس د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر لخوا جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په په چارو، د سمندر پورې پاکستانيانو په مسئلو او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څړكندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال مياں منير هنس په ګلف هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ، په خاص توګه د پيپلز پارټۍ كاركنانو هلو ځلو او او كردار څخه ګورنر خبر كړو۔هغه ووئيل سمندر پورې پاکستانيان د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري هغوي نه يواځې زرمبادله راليږي بلكه په نړيواله كچه د پاکستان مثبت تشخص هم رامخې ته كوي۔په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده، پاکستان پيپلز پارټي عمر له اولسي خذمت او د جمهوري اقدارو ودي له چمتو ده دغسې اوورسيز چيپټرز د ګوند مهمه برخه ده۔ملاقات كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې ګلف هېوادونو كښې د ګوند تنظيم به لا فعاله كولې شي او د سمندر پورې پاکستانيانو مسئلو حل له به كوټلي رابطې ته وده وركولې شي۔دغسې مياں منير هنس ګورنر له په ګلف كښې د ګوند په هلو ځلو كښې د ګډون بلنه هم وركړه۔










