پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټري روبینه خالد د مهمند ضلع یکه غونډ تحصيل كښې د بي آئي اېس پي ضلعی دفتر او بینظیر نشوونما سینټر دوره وكړه۔په دې موقع د مهمند ډسټركټ آفیسر ، د پېښور ډائریکټر او نور اړوند افسران هم موجود وو۔ سینیټري روبینه خالد په دفتر كښې د موجود عملے سره ملاقات وكړو،د هغوي مسئلې اوريدلو سره ئې سمدستي …
سینیټري روبینه خالد د مهمند ضلع یکه غونډ تحصيل كښې د بي آئي اېس پي ضلعی دفتر او بینظیر نشوونما سینټر دوره وكړه

مزید خبریں
پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټري روبینه خالد د مهمند ضلع یکه غونډ تحصيل كښې د بي آئي اېس پي ضلعی دفتر او بینظیر نشوونما سینټر دوره وكړه۔په دې موقع د مهمند ډسټركټ آفیسر ، د پېښور ډائریکټر او نور اړوند افسران هم موجود وو۔ سینیټري روبینه خالد په دفتر كښې د موجود عملے سره ملاقات وكړو،د هغوي مسئلې اوريدلو سره ئې سمدستي حل لپاره احکامات جاری کړل۔دي د عملے کارکردګی ستائيلو سره سپارښتنه وكړه چې مستحقینو له ښه سهولیات دې باوري كړې شي۔ سینیټري روبینه خالد د يكه غونډ رورل هیلتھ سینټر كښې جوړ د بینظیر نشوونما سینټر دوره هم وكړه۔په دې موقع هغې په سنټر كښې د سهولیات جاج واخست او عملے سره ئې تفصیلی خبري وكړي۔سینیټري روبينه خالد په دې خبره زور راوړو چې سباؤن كښې د مستحقینو سره په ښه اخلاق ، عزت او احترام سره ملاقات كوئ۔دي سپارښتنه وكړه چې هر مستحق ميرمني له دې ښه سهولیات وركړې شي۔دې ووئيل بینظیر نشوونما پروګرام د مور بچي صحت ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي او د هغې معيار ښه كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔










