پاکستان چين سره په سټريټجکي شراکت دارۍ وياړ لري ۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفير جيانګ زائيډونګ سره خبرې

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سره د پاکستان تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو د خواهش پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان په دې شراکت دارۍ وياړ لري ۔د دې خيالاتو څركندونه ده د عوامي جمهوريه چين سفير جيانګ زائيډونګ سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات کولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري …

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سره د پاکستان تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو د خواهش پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان په دې شراکت دارۍ وياړ لري ۔د دې خيالاتو څركندونه ده د عوامي جمهوريه چين سفير جيانګ زائيډونګ سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات کولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير ډاکټر احسن اقبال، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او خارجه سيکريټري آمنه بلوچ هم موجود وه۔ وزيراعظم د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ او وزير اعظم لي چيانګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ پاکستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندوني سره وزيراعظم د دې خبري پخلے وكړو چې پاکستان د چين سره په سټريټجکي شراکت دارۍ وياړ لري۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې د چين قيادت سره به نزدې رابطي او مرسته روانه ساتلې شي دغسې چې دا اړيكي لا قوي شي۔د ملاقات په مهال د مينځني ختيز په صورتحال او د پاکستان امن هڅو په اړه د خيالاتو څړكندونه وشوه۔د چين سفير د وزيراعظم مننه وكړه او منطقه كښې امن لپاره يې د پاکستان سفارتي هڅي وستائېلي۔ ده د صدر شي جن پنګ وژن له مخې پاکستان سره د ملګرتيا اړيكي لا مستحکمولو له د چين د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں