کوئټه ۔ 23 اپریل (اے پي پي) د بلوجستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ وئېلي دي د بلوچستان انسټي ټیوټ آف کارډیو ویسکیولر ډیزیز (BICVD) کوئټه جوړول به د صوبې اولس لپاره يو تاریخي سنګ میل ثابت شي ، چرته به چې جدید او وړيا د زړونو د درملنې اسانۍ وركولې شي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده ’’اے پي پي ‘‘سره خبرو كښې وكره ۔ صوبائي وزیر د …
بلوچستان كښې د جدید کارډیک سهولیات تاریخي منصوبه تر سره كېدونكې ده، ډېره زر به وړيا درملنه پېل شي : د روغتيا صوبائي وزیر

مزید خبریں
کوئټه ۔ 23 اپریل (اے پي پي) د بلوجستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ وئېلي دي د بلوچستان انسټي ټیوټ آف کارډیو ویسکیولر ډیزیز (BICVD) کوئټه جوړول به د صوبې اولس لپاره يو تاریخي سنګ میل ثابت شي ، چرته به چې جدید او وړيا د زړونو د درملنې اسانۍ وركولې شي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده ’’اے پي پي ‘‘سره خبرو كښې وكره ۔ صوبائي وزیر د ادارې جوړولو كښې په مرسته د چیئرمین بلاول بھټو زرداري د بصیرت لرونكې قیادت او د ذاتي خوښۍ لرلو مننه وكړه ۔ده د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د مسلسل مرستې هم ستائنې كولو سره ووئېل د هغه په زړه پورې مرسته د دې مهمې منصوبې په تکمیل كښې کلیدي حیثیت لري ۔بخت محمد کاکړ د پروفیسر ندیم قمر، ډاکټر طاهر صغیر اود این آئي سي وي ډي د ډلې هم خاص مننه وكره چا چې د کو ئټې به دورہ کولو د منصوبې د پیش رفت جاج واغست او قیمتي لارښونه و تکنیکي مرسته يې وركړه ۔ده ووئېل ادارہ په بيړه تر سره كېدونكې پراؤ ته رسېدلې ده او ډېر زر به به دې كښې رسمي سروسز پېل شي، د كومو څخه به جې د بلوچستان اولس ته جدید، معیاري او وړيا د زړونو د رنځونو اسانۍ ترلاسه شي ۔










