پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت د شندور پولو فيسټيول د جون مياشتې په 11مه كال 2026 د پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ د سېلګرۍ صوبائي څانګې وياند له مخئ د صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيکرې ثريا بي بي د سېلګرۍ څانګې سيکرټري سعادت حسن سره ميډيا ته خبرو كښې د پولو فېسټول نيټه اعلان كړه۔ هغې ووئيل شندور پولو فيسټيول به د 11م نه تر 13 جون …
شندور پولو فيسټيول د جون مياشتې په 11 مه نېټه د كولو پرېكړه

مزید خبریں
پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت د شندور پولو فيسټيول د جون مياشتې په 11مه كال 2026 د پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ د سېلګرۍ صوبائي څانګې وياند له مخئ د صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيکرې ثريا بي بي د سېلګرۍ څانګې سيکرټري سعادت حسن سره ميډيا ته خبرو كښې د پولو فېسټول نيټه اعلان كړه۔ هغې ووئيل شندور پولو فيسټيول به د 11م نه تر 13 جون د شندور په ګراٶنډ كښې كېږي٬ 12 زره او 200 فټه لوړ پولو ګراٶنډ كښې به د چترال او ګلګت بلتستان ډلې برخه اخلي۔ دې ووئيل د هېواد او غېر ملكي سېلګرو ته په شندور پولو فيسټيول كښې هركلے وائيو٬ په شندور پولو فيسټيول كښې به فري سټائل پولو ميچونه كېږي۔ دې ووئيل په پولو فيسټيول كښې پيرا ګلائيډنګ، ټيبلو، چترال او د ګلګت بينډ پرفارمنس او د کلچرل نائټ تابيا هم كېږي۔ ثريا بي بي ووئيل د فيسټيول كاميابې تابيا لپاره چمتوالي ته حتمي شكل وركړے شوے او ټولې ادارې به په ګډه ايونټ كاميابوي۔










