پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خيبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان د امن، خبرو اترو او استحکام د يو قوي غږ به توګه رامخې ته شوے، قامونه د ځوانانو په محنت، وژن او کردار جوړيږي، پاکستان عمر له د يو ذمه وار ، متوازن او امن خوښي رياست په توګه خپل مثبت …
پاکستان د امن، خبرو اترو او استحکام لپاره د يو قوي غږ په توګه رامخې ته شوے، قامونه د ځوانانو په محنت، وژن او کردار جوړيږي۔انجينئر امير مقام

مزید خبریں
پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خيبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان د امن، خبرو اترو او استحکام د يو قوي غږ به توګه رامخې ته شوے، قامونه د ځوانانو په محنت، وژن او کردار جوړيږي، پاکستان عمر له د يو ذمه وار ، متوازن او امن خوښي رياست په توګه خپل مثبت کردار ترسره كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انسټيټيوټ آف منيجمنټ سائنسز پېښور كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ اسکيم ترمخه زدكوونكو له د ليپ ټاپس وركولو دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نن انسټيټيوټ آف مينجمنټ سائنسز پېښور كښې ستاسو سره ولاړ يم او دا زما لپاره د لوي اعزتز خبره ده۔ انسټي ټيوټ آف مينجمنټ سائنسز پېښور د اعليٰ تعليم په ميدان كښې د فخر وړ اداره ده كومه چې معياري تعليم، تحقيق او د پيشه ورې تربيې په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ليپ ټاپس وركولو دستوره يواځې يوه رسمي دستوره نه بلكه د ځوانانو خپلواكه كولو،دوي د جديد ټيکنالوجي سره تړلو او د پاكستان د روښانه سباؤن بنياد اېښودلو يوه عملي هڅه ده۔زه تر ټولو وړومبې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مدبرانه او بصيرت لرونكي قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئېل د هغه وژن د يو داسے پاكستان دے كوم چې به علم، تحقيق، ډيجيټل پرمختګ او معاشي استحکام روان وي۔نن دا د ليپ ټاپس پروګرام د هغه وژن تسلسل دے د كوم مقصد چې ځوانان د جديد دور تقاضو له مخې چمتو كوي ۔ده ووئيل زه د وفاقي حکومت سنجيده او مسلسل هڅي هم ستايم كومې چې په مشکل حالاتو كښې هېواد د استحکام، پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو لپاره شپه ورځ كوي۔د ځوانانو تعليم، هنر مندۍ او روزګار لپاره چې كوم اقدامات کيږي،هغه د يو روښانه سباؤن زيرے دے۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووِئيل نړۍ د يو نازك دور څخه تيريږي۔په نړيواله كچه زيات شوے تاؤ ترېښوالے ، په خاص توګه د امريکې او ايران ترمينځه شخړه،منطقه كښې امن لپاره يو سنجيده چيلنج دے۔داسې حالاتو كښې پاکستان عمر له د يو ذمه وار، متوازن او امن خوښي رياست په توګه خپل مثبت کردار ترسره كړے۔ده ووئيل په دې موقع د پاکستان سياسي او عسکري قيادت ته په خاص توګه پيرزوئنې وړاندې كوم۔ وزيراعظم شهباز شريف او سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هېواد كښې امن، استحکام او د سلامتيا ودي لپاره مهم او مؤثر کردار ترسره كړے۔د هغوي شريكي همغږۍ او شريكې تګلاري نه يواځې داخلي امن قوي كړو بلكه په نړيواله كچه هم د پاکستان مثبت او ذمه وار تشخص رامخې ته شوے۔ ده ووئېل نن پاکستان د امن خبرو اترو او د استحکام يو قوي غږ به توګه رامخې ته شوے۔ده ووئيل مونږ خپل پوځ ته هم پيرزوئنې وړاندې كوو د چا په قربانو او پيشه وره صلاحيتونو چې هېواد كښې امن راغلے او هېواد د پرمختګ پلو روان شوے۔ زه د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان خدمات هم ستاېم چا چې ځوانان خپلواكه كولو ، تعليم او د هنر موقعو وركولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړے۔ وفاقي وزير زدكوونكو ته ووئيل تاسو د دې قام قيمتي سرمايه ئي۔دا ليپ ټاپس ستاسو په لاس كښې يواځې يوه آله نه بلكه د علم، تحقيق، تخليق او پرمختګ طاقت دے۔ تاسو دا موقع ضائع نه كړئ بلکه دا د خپلو صلاحيتونو ښه كولو او هېواد او قوم خدمت لپاره استعمال کړئ۔ ده ووئيل زه د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر په حيث تاسو له باور دركوم چې د ځوانانو پرمختګ ، معياري تعليم ودي او يو روښانه سباؤن لپاره به هلي ځلي رواني ساتتم۔راځئ چې په ګډه يو داسې پاكستان جوړ كړو كوم چې امناكه ، سوكاله او نړۍ كښې وقار لرونكے مقام لري۔دې څخه وړاندې انسټيټيوټ ته په رسيدو د وفاقي وزير انجينئر امير مقام تود هركلے وكړے شو۔ د آئي ايم سائنسز ډائريکټر وفاقي وزير د ادارې تعليمي کارکردګۍ څخه خبر كړو۔ وفاقي وزير د انسټيټيوټ په لان كښې يو بوټے هم نال كړو۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن) پېښور عهديدار هم موجود وو










