د سېنيټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د سارک تنظيم د فعاله او مؤثره کردار په ضرورت زور راوړو ٬

اسلام آباد۔23اپریل (اے پي پي) د سينيټ ډپټي چيئرمېن د سارک د فعاله او مؤثره کردار په ضرورت زور راوړے دے ۔ده د سارک صدر چندي راج دھکل په درناوي كښې د حبا فواد چوهدري د اړخه وركړې د ماخوستن مېلمستيا په موقع خبرې كولې په كومه كښې چې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سیدال خان ناصر پشمول نورو قدرمندو مېلمنو ګدون كولو ۔د سینیټ سیکرټریټ د اړخه جاري بیان تر …

اسلام آباد۔23اپریل (اے پي پي) د سينيټ ډپټي چيئرمېن د سارک د فعاله او مؤثره کردار په ضرورت زور راوړے دے ۔ده د سارک صدر چندي راج دھکل په درناوي كښې د حبا فواد چوهدري د اړخه وركړې د ماخوستن مېلمستيا په موقع خبرې كولې په كومه كښې چې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سیدال خان ناصر پشمول نورو قدرمندو مېلمنو ګدون كولو ۔د سینیټ سیکرټریټ د اړخه جاري بیان تر مخه دستوره په زړه پورې ماحول كښې وشوه ، جرته چې مېلمنو د شرېكې خوښې په يو شمېر چارو ګتورې او معنې لرونكې خبرې وكرې ۔په دې مهال ډپټي چیئرمین د سوئېلې اسيا د سيمه ايزې مرستې تنظیم سارک د فعال او مؤثر کردار په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئېل منطقه ته او نړۍ ته د پیښو چیلنجونو تر مخه داسې سيمه ايز فورمز به لا متحرک كېدل وي ٬ چې دغسې امن، استحکام او مرستې ته وده وركرے شي۔ده ووئېل په نړيواله كچه زياتېدونكے تاو تريخوالے، به خاص توګه د امریکې او ایران تاو تروخوالے يوه سنجیدہ مسئله ده او په دې لړ كښ سارک له هم خپل مثبت کردار ادا کول غواړي۔ ده ووئېل نړۍ دا وخت د امن په لټون ده او د پاکستان سیاسي و عسکري قیادت به نړيواله كچه ِ امن راوستو لپاره په زړه پورې هخې كوي ۔ډپټي چیئرمین ووئېل د پاکستان هلو ځلو په نتيجه كښې نه يوازې جنګ بندي ممکن شوه بلکې د امریکې او ایران د ډېرې مودې نه پس خبرو اترو ته كېناستل يو مهم پیش رفت دے او هيله ده جې دا عمل به منقطه كښې تل پاتي امن راوستو له مرستياله وګړځي۔ده د سارک به غړو هېوادونو زور راوړو جې هغوي په دې نازکو حالاتو كښې د پاکستان د هلو ځلو ملګرتيا وكړي او د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره په ګده تګلاره خپله كړي۔ ده ووئېل د كال 2016 نه پس د تعطل ښكار سارک عمل بيا فعاله كول دېر ضرورت لري۔ په دې لړ كښې ده به غړو هېوادونو په خاص توګه هند زور راورو چې هغه سر زوري پرېږدي او د تاو تريخوالي پاليسيو نه په ډډه كولو منطقه كښې د امن و استحکام ودې لپاره مثبت کردار ادا كړي ۔ مېلمنو دا هيله ولرله جې د شريك روابط او داسې موقعې به د سيمه ايزې مرستې زياتول كولو كښې مهم کردار ادا کړې۔