کتاب د ژوند تر ټولې لويې فلسفې نمائندګي كوي٬ د فكر صلاحيتونو ته وده وركوي ٬ د ټولنې په جوړښت او وده كښې خپل كردار لوبوي۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د ورلډ بك ډے په موقع پېغام

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي کتاب د ژوند تر ټولو لويې فلسفې نمائندګي كوي٬ دا علم او دانش زياتوي٬ د فكر صلاحيتونو ته وده وركوي او د ټولنې په جوړښت او وده كښې خپل كردار لوبوي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د ورلډ بك ډے په موقع خپل پېغام كښې صدر …

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي کتاب د ژوند تر ټولو لويې فلسفې نمائندګي كوي٬ دا علم او دانش زياتوي٬ د فكر صلاحيتونو ته وده وركوي او د ټولنې په جوړښت او وده كښې خپل كردار لوبوي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د ورلډ بك ډے په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د يونيسکو ترسېوري لاندې په ګرده نړۍ كښې لمانځلې كېدونكې د كتاب نړيواله ورځ يو معنې لرونكے روايت په ځاے ساتلے دے، د پاکستان په ټولو سكولونو٬ كالجونو او سركاري ادارو كښې دا ورځ په ولوله سره لمانځلې كېږي٬ دا موقع د كتابونو اهميت او ګټه رامخې ته كولو، د لوستې عادت ته وده وركولو او د کتابومنو څخه لارښودنه او د علم ترلاسه كولو په اړه د شعور بېداراولو ذريعه ده۔ ۔ ده ووئيل كتاب انساني سوچ او عمل مهميز كوي او د بېلو سماجي مسئلو په پوهېدو او حل كولو كښې موثره كار كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل په ننني پاکستان كښې مصنوعي زېركتيا (اے آئي) ته زياتره د يو داسې رجحان په توګه كتلے كېږي لكه څنګه چې مونږ Post-book era ته داخل شوې يو، خو حقيقت د دې برعکس دے، د مصنوعي ذهانت او د الګورتھم په دور كښې هم کتابونه متروك نه دي بلكې د دې اهميت د وړاندې نه هم زيات شوے دے ٬ په خاص توګه په پاكستان كښې چرته چې ادارہ جاتي صلاحيت، د ميډيا نظام او د تعليم په معيار كښې تفاوت دے۔ ده ووئيل كتابونه د ماضي كومه قديم ورثه نه ده بلكې د واضحه سوچ٬ كلتوري تسلسل او د باخبره فيصله سازۍ بنياد دے، په يو داسې ماحول كښې چرته چې مصنوعي ذهانت عام كېږي٬ خو حيقيقي بريا به ھغه خلقو ته ترلاسه وي څوك چې په ژورتيا سره مطالعه كوي ٬ آزاد سوچ لري۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاکستان كښې د مطالعې کلتور ته وده وركولو لپاره د َ”كتاب ورځ” په زړه پورې جذبې سره لمانځلې كېږي٬ اړوندې ادارې دې مقصد لپاره هڅې كوي ٬ په خاص توګه نيشنل بک فاؤنډيشن كوم چې د مطالعې كلتور عام كولو كښې كردار لوبوي، كلونو راهسې دا ادارې د ” کتاب ورځ” په موقع په لويه كچه كتب مېلې راجوړوي چې پكښې د لكهونو په شمېر خلق د مطالعې شوق ته ودې وركولو لپاره په دې كښې ګډون كوي۔ صدر مملکت ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې د “كتاب ورځ” په بشپړه توګه رامخې ته كولو لپاره هڅې وكړې شي٬ د كتابونو په اهميت او ګټه زور راوړلے شي او نوې كول ته د مطالعې څخه د مستفيد كېدو موقعې وركړې شي دغسې چې په دوي كښې د مطالعې تل پاتي شوق پېدا كړے شي كوم چې نه يوازې ذاتي كاميابي بلكې د ټول قام د ترقۍ سبب جوړ شي