اسلام آباد۔ 23 اپرېل (اے پي پي) د كتاب نړيوالې ورځ په موقع خبل پېغام كښې سینیټر روبینه خالد وئېلي دي بس يو علم د غربت او پسماندګۍ د خاتمې مؤثره ذریعه ده ،د مېرمنو تعلیم او د دوي لوسته د خودمختارۍ ضمانت دے۔ دې ووئېل بینظیر انکم سپورټ پروګرام د مستحقو مېرمنو شعور او د تعلیم ودې لپاره عزم لري،په هر كور كښې کتاب او په هر لاس كښې …
د ترقۍ انحصار د تعلیم او لوستې په وده كښې دے ،ځوان نسل كښې د کتاب كتلو دوستۍ ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔سېنېټر روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 23 اپرېل (اے پي پي) د كتاب نړيوالې ورځ په موقع خبل پېغام كښې سینیټر روبینه خالد وئېلي دي بس يو علم د غربت او پسماندګۍ د خاتمې مؤثره ذریعه ده ،د مېرمنو تعلیم او د دوي لوسته د خودمختارۍ ضمانت دے۔ دې ووئېل بینظیر انکم سپورټ پروګرام د مستحقو مېرمنو شعور او د تعلیم ودې لپاره عزم لري،په هر كور كښې کتاب او په هر لاس كښې قلم زمونږ شريك خوب پكار دے ۔دې ووئېل په ډیجیټل دور كښې هم د کتاب اهمیت کم نه شو بلکې لا زيات شوے دے ،مصنوعي زېركتيا معلومات وركولې شي خو بصیرت او ژورتيا بس كتاب وركوي ،الګورتھمز زمونږ ترجیحات بدلولې شي، خو کتابونه زمونږ شخصیت جوړوي ،دې ووئېل ټیکنالوجي سهولت وركوي، خو د علم اصل روح په کتاب كښې محفوظ دے ۔سینیټر روبینه خالد ووئېل کتاب تنقیدي سوچ او برداشت پیدا کوي او مشین يوازې په ډیټا كار كوي،د مصنوعي زېركتيا په دور كښې د کتاب سره تړلے پاتي كېدل انسان منفرد جوړوي ۔دې ووئېل نوي نسل ته د ډیجیټل نړغ سره سره د مطالعې عادت به خپلول وي ۔د مېرمنو او ځوانانو د کتاب سره تړل د يوې شعور لرونكې او مضبوطې ټولنې ضمانت دے










