پیښور ۔ 22 اپریل (اے پي پي)د عوامي نیشنل پارټي (اے این پي) خیبر پښتونخوا د صوبائي کابینې غونډه د میاں افتخار حسین په مشرۍ كښې وشوه ۔ د ګوند د اړخه جاري بیان تر مخه غونډه كښې په تنظیمي چارو ، سیاسي صورتحال او په نورو مهمو چارو تفصیلي غور وكړے شو ۔ په دې موقع صوبائي صدر اے این پي میاں افتخار حسین ووئېل بلدیاتي ټاكنې څه وخت …
د میاں افتخار حسین په مشرۍ كښې د اے ین پی خیبر پښتونخوا د صوبائي کابینې غونډه
پیښور ۔ 22 اپریل (اے پي پي)د عوامي نیشنل پارټي (اے این پي) خیبر پښتونخوا د صوبائي کابینې غونډه د میاں افتخار حسین په مشرۍ كښې وشوه ۔ د ګوند د اړخه جاري بیان تر مخه غونډه كښې په تنظیمي چارو ، سیاسي صورتحال او په نورو مهمو چارو تفصیلي غور وكړے شو ۔ په دې موقع صوبائي صدر اے این پي میاں افتخار حسین ووئېل بلدیاتي ټاكنې څه وخت هم كېدې شي ، ګوند له به په هره كچه چمتو پاتي كېدل وي ، د ویلج کونسلز او نیبرهډ کونسلز نه تر ضلعې ټول تنظیمونو لا به نور فعاله او متحرک كېدل وي ۔ ده ووئېل په منطقه كښې د امن راوستو لپاره د پاکستان د مثبت کردار ستائنه كوو ۔ د ایران امریکې په جنګ بندۍ كښې د پاکستان ثالثي او هلې ځلې خوش آئند دي ۔ اے این پي د عدم تشدد پیروکار ګوند دے او جنګ د مسائلو حل نه ګڼي۔۔ ده ووئېل اے این پي به په هر فورم د اولس حقونو ، امن او د جمهوریت لپاره هلې ځلې روانې ساتي ۔










