پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د بره سوئيلي وزيرستان ډپټي کمشنر عصمت الله وزير د شورو په ورځ د بوټې په نالولو د شجركارۍ د كمپائن رسمي پرانسته وكړه۔ د ضلعي انتظاميې وياند له مخې په دې موقع د فارسټ څانګې عمله هم موجود وه۔ ډپټي كمشنر اولس ته غږ وكړو چې د شجركارۍ په كمپائن كښې زياته برخه واخلۍ او خپل سيمه شنه او خېرازه كړئ٬ ده ووئيل …
د سوئيلي وزيرستان ډپټي کمشنر د بوټې په نالولو د شجركارۍ كمپائن رسمي پرانسته وكړه
پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د بره سوئيلي وزيرستان ډپټي کمشنر عصمت الله وزير د شورو په ورځ د بوټې په نالولو د شجركارۍ د كمپائن رسمي پرانسته وكړه۔ د ضلعي انتظاميې وياند له مخې په دې موقع د فارسټ څانګې عمله هم موجود وه۔ ډپټي كمشنر اولس ته غږ وكړو چې د شجركارۍ په كمپائن كښې زياته برخه واخلۍ او خپل سيمه شنه او خېرازه كړئ٬ ده ووئيل د شجرکارۍ كمپائن مقصد نه يوازې سيمه ښائسته كول دي بلكې ماحولياتي خيرنتيا کمول او د موسمياتي بدلون د منفي اثرات مخه هم نيولي دي٬ ونې بوټي فضائي آلودګي کمولو، د حرارت درجه معتدل ساتلو او په انساني صحت په زره پورې اثرات اچولو كښې هم كردار لوبوي۔ په دې موقع ډپټي کمشنر عصمت الله وزير انتظاميه ته د بوټو نالولو سره سره د دې د خصمانې كولو هم امر وكړو۔ ډپټي كمشنر په تعليمي ادارو٬ سماجي تنظيمونو او ځوانانو زور راوړو چې ھغوي د شجركارۍ په كمپائن كښې زياته برخه اخستو سره خپل كردار ولوبوي۔










