اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت يوه خاص شريكه غونډه وشوه چې پكښې د هېواد په ټولو هوائي ميدانونو مسافرو له د نړيوال معیار اسانۍ وركولو او د امنيت نظام جدید كولو په اړه مهمي پريكړي وشوې۔د اعلیٰ پائې غونډه كښې د كورنيو چارو سیکرټری محمد خرم آغا، د دفاع سیکرټري لیفټیننټ …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې مهمه غونډه،په هوائي ميدانونو د چیکنګ شريك کاؤنټرز جوړولو او د جدیدې ټیکنالوۍ كارولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت يوه خاص شريكه غونډه وشوه چې پكښې د هېواد په ټولو هوائي ميدانونو مسافرو له د نړيوال معیار اسانۍ وركولو او د امنيت نظام جدید كولو په اړه مهمي پريكړي وشوې۔د اعلیٰ پائې غونډه كښې د كورنيو چارو سیکرټری محمد خرم آغا، د دفاع سیکرټري لیفټیننټ جنرل (ر) محمد علی، د كورنيو چارو ایډیشنل سیکرټری میجر جنرل نور ولي خان، د دفاع ایډیشنل سیکرټري میجر جنرل قیصر سلیمان، د اینټی نارکوټکس فورس ډي جي میجر جنرل عبدالمعید او د ایف آئی اے ډي جي ډاکټر عثمان انور ګډون وكړو۔د مسافرو سهولت لپاره په هوائي ميدانونو د اړوندو ادارو ’’جوائنټ کاؤنټرز‘‘ جوړولو پريكړه وشوه دغسې چې په يو ځاے ټول مراحل بشپړېږې۔ په هوائي ميدانونو د چیکنګ نظام کوټلي كولو لپاره د جدید سکینرز او مشینرۍ لګولو پرېكړ اوشوه ۔په غونډه كښې د اي ګېټس لكولو عمل جاج هم واخستلے شو، دې سره به د امیګریشن عمل تند شي۔د دفاع سیکرټری ووئيل الوتكي د مرغانو څخه ساتلو لپاره جدید مشینري درآمد کیږي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی د ټولو ادارو ترمينځه د مؤثره کوآرډینېشن په باوري كولو زور راوړلو سره ووئيل اولس له جدید، تند رفتاره او د مزل آسانۍ وركولو لپاره مونږ عزم لرو ۔ په يو سکینر د ټولو ادارو شريك چیکنګ سره به د مسافرو وخت بچ شي او په هوائي ميدانونو به ګڼه كمه شي او د انتظار په کیفیت كښې به كمے راشي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د مسافرو تند رفتاره کلیئرنس لپاره ټول خنډان لري كړي او بهر هېوادونو ته تلونكې او راتلونكي مسافر د هر ډول ستونزو څخه اوساتلې شي۔










