پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي ماحولیاتی بدلون د پاكستان پشمول نړۍ لپاره يو لوي او سمدستي د پام لرني وړ چیلنج ګړځېدلے د كوم مخنيوي لپاره چې اجتماعی اقدامات ته اړټيا ده۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې فیصل کریم کنډي د دې خیالاتو څركندونه د زمكي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل سږ كال د …
ماحولیاتي بدلون د پاكستان پشمول نړۍ لپاره يو لوي او سمدستي د پام لرني وړ چیلنج ګرځېدلے ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر
پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي ماحولیاتی بدلون د پاكستان پشمول نړۍ لپاره يو لوي او سمدستي د پام لرني وړ چیلنج ګړځېدلے د كوم مخنيوي لپاره چې اجتماعی اقدامات ته اړټيا ده۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې فیصل کریم کنډي د دې خیالاتو څركندونه د زمكي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل سږ كال د دې ورځې سرخط ’’ زمونږ طاقت، زمونږ سیارہ‘‘ دے كوم چې د دې خبري عکاسي كوي چې د زمكي تحفظ لپاره هريو كس ، ټولنې او ادارو له به كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل پاکستان د ماحولیاتي بدلون له امله زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے د كوم له امله چې كلنه جی ډي پي نزدې د 6 نه تر 9 فیصد زيان برداشت کوي۔ده د كال 2022 سېلاب حواله وركولو سره ووئيل د دغه سېلاب له امله 3 کروړه 30 لکهه كسان ځپلې شوي او 1700 څخه زيات مړه شوي دغسې 2025 كښې هم د قدرتي آفتونو په نتيجه كښې 800 كسان مړه او 20 لکهه څخه زيات بے كوره شوي ۔ګورنرفیصل کریم کنډي ووئيل درجه حرارت كښې اضافه ، د ګلیشئرز په تندۍ سره ويلې كيدل او ښارونو كښې ایئر کوالټي انډیکس د 300 څخه زياتيدل د اندېښنې وړ صورتحال په ګورته كوي۔ده ووئيل د كال 2026 تر آخر د 12 ګيګا واټ آف ګرډ او د 6 ګيګا واټ نیټ میټرډ د سولر صلاحیت ترلاسه كولو هيله ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې ماحول دوسته پالیسیو ته پام لرنه كول د وخت مهم حاجت دے او د زمكي تحفظ په اصل كښې د انسانیت د سباؤن تحفظ دے۔ ګورنر اولس ته غږ وكړو چې ماحولیاتي تحفظ لپاره خپل کردار ترسره كړي او د دې عزم پخلے وكړي چې’’ زمونږ طاقت، زمونږ سیارہ‘‘پیغام ترمخه به ټول له په ګډه د خپلي زمكي تحفظ باوري كول وي۔










