د پهلګام فالس فليګ آپريشن يو كال وشو٬ هند د خپل موقف په حق كښې هيڅ شواهد وړاندې نه كړے شول٬ معرکه حق او په آپريشن بنيان مرصوص كښې د ماتي نه وروستو به اوس هند د بل فالس فليګ آپريشن جرات ونه كړي ۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پهلګام فالس فليګ آپريشن يو كال اوشو٬ هند د خپل موقف په حق كښې هيڅ شواهد وړاندې نه كړے شول٬ فالس فليګ اپرېشنز د هند تاريخ دے٬ پاكستان د پهلګام پېښې د بې پرې تحقيقات كولو وړاندېز وركړے ؤ ٬ نو هند د ھغې نه وېرېد٬ په نړيواله كچه د دغه …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پهلګام فالس فليګ آپريشن يو كال اوشو٬ هند د خپل موقف په حق كښې هيڅ شواهد وړاندې نه كړے شول٬ فالس فليګ اپرېشنز د هند تاريخ دے٬ پاكستان د پهلګام پېښې د بې پرې تحقيقات كولو وړاندېز وركړے ؤ ٬ نو هند د ھغې نه وېرېد٬ په نړيواله كچه د دغه پېښې پحقله پوښتنې رامخې ته كېږي چې هند سره ئې د تسلۍ وړ يو ځواب نشته٬ د هند ميډيا د پهلګام په پېښه يوازې پروپېګنډه او د ځان نه جوړې بيانيې ته وده وركوي چې په سبب ئې د هند ناوړه څيره ګردې نړۍ ته بې نقابه شوې ده٬ د هند د عسكري قيادت لخوا د نوې اپرېشن سندور په اړه اوسني بيانونه په اصل كښې د ھغوي د ناكامۍ او ماتي اعتراف دے٬ هند له په دې خبره په واضح توګه ځان پوهه كول وي چې د ھر ډول مس اېډوېنچر به بشپړ٬ سمدستي٬ موثر او پرېكنده ځواب وركولې شي ٬ د پاكستان سياسي او عسكري قيادت د هېواد دفاع لپاره په بشپړه توګه يو موټے دے، ټول قام خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ معرکه حق او په آپريشن بنيان مرصوص كښې پاكستان هند د ذلت اميز ماتي سره مخ كړے د پاكستان بريا ګردې نړۍ ليدلې ده٬ هند نن هم خپل پرهرونه څټي، ده ووئېل د ھند مكاري او ډډ سوچ په رامخې ته شوے٬ د پهلګام پېښه د هند آخري فالس فليګ آپريشن ٶ، هند به د بل فالس فليګ آپريشن جرات ونه كړي ٬ هند د خپلو ناكامه پاليسو په سبب په نړيواله كچه تنهائۍ سره مخ دے او پاكستان امن مشن سره مخ په وړاندې روان دے۔ د شورو په ورځ د هند د پهلګام فالس فليګ آپريشن 2025 د يو كال تېرېدو په تناظر كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن په 22م اپرېل د پهلګام فالس فليګ آپريشن يو كال بشپړ شو٬ دا پېښه د يو داسې سوچ عكاسي كوي كوم چې خالي٬ بې منطقه، د دروغو په انا، کبر او په حرص اډانه دے۔ ده ووئيل هند َخپلې كورنۍ معاملې بهرنې او بهرنو چارو ته د كورني رنګ وركولو په توګه د وړاندې كولو هڅې كوي، د دې واضحه مثال دا دے چې ترهګري د هند كورنۍ معامله ده كومه چې هند بهرنۍ مسئله ګرځولو په توګه وړاندې كوي او د جمو و كشمير شخړه يوه تسليم شوې نړيواله شخړه ده كومه چې هند خپله كورنۍ معامله ګرځوي، ده ووئېل د هند خالي سوچ او چالاكي ښكاره رامخې ته شوې ۔ ده زياته كړه چې فالس فليګ آپريشنز د هند تاريخ دے، هند تل د ترهګرۍ پروموټر او پاکستان د ترهګرۍ وکټم پاتې شوے٬ پهلګام كښې د هندۍ ترهګرۍ سره مخ وګړو سره د خواخوږۍ او افسوس څرګندونه كوٶ۔ ده ووئيل د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د پهلګام فالس فليګ آپريشن د آزادانه او غير جانبدره تحقيقات وړاندېز كړے٬ زمونږ نېت او عزم سم ٶ ځكه پاکستان په نړيواله كچه د غېر جانبداره او منصفانه تحقيقات وړاندېز وكړو او دې تحقيقات څخه د هند سرغړونه د دې خبرې غمازي كوي چې دا يو فالس فليګ آپريشن ٶ او هند سره د دې په ځواب كښې هېڅ نه ٶ٬ ده ووئېل تر اوسه هند د پهلګام پېښې په حواله كوم كوټلے ثبوت وړاندې نه كړﺀے شو٬ نه ئې شواهد وراندې كړل۔ ده ووئيل د پهلګام پېښې په اړه يو شمېر پوښتنې هم رامخې ته شوي چې پكښې د ټولو نه مهمه دا ده چې د پېښې نه پس يوازې په لسو دقيقو كښې اېف آئي آر درج كړے شوے كوم چې دا خبره رامخې ته كوي چې د اېف آئي آر مسوده د وړاندې نه جوړه شوې وه۔ ده ووئيل پېښې ځاے او د پوليس تهاڼې ترمېنځه ډېره فاصله ده د كومې له مخې چې په دومره لږ وخت كښې د اېف آئي آر اندراج غېر معمولي او د حيرانۍ خبره ده كومه چې د ټولې معاملې د وړاندې نه د رامخې ته كولو تاثر وركوي۔

مزید خبریں