پېښور۔ 21 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر د’’تېمور‘‘ توغندي په كاميابه تجربه وسله والو ځواكونو ٬ سائنسمدارو او ټول قام له مباركي وركړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د ’’تېمور‘‘ توغندي كاميابه تجربه د پاكستان د عصري او درست دفاعي صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ شهید ذوالفقار علی بھټو چې كوم پروګرام پېل كړے و، نن د پاكستاني سائنسمدارو او …
د خېبر پښتونخوا ګورنر د’’تېمور‘‘ توغندي په كاميابه تجربه وسله والو ځواكونو ٬ سائنسمدارو او ټول قام له مباركي
پېښور۔ 21 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر د’’تېمور‘‘ توغندي په كاميابه تجربه وسله والو ځواكونو ٬ سائنسمدارو او ټول قام له مباركي وركړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د ’’تېمور‘‘ توغندي كاميابه تجربه د پاكستان د عصري او درست دفاعي صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ شهید ذوالفقار علی بھټو چې كوم پروګرام پېل كړے و، نن د پاكستاني سائنسمدارو او انجينئرانو مهارت د قام سر په وياړ پورته كړے دے۔ ګورنر ووئيل پاكستان تل د سوليز مقصدونو په ترلاسه كولو او د خپلو دفاعي صلاحيتونو په مضبوطولو باور لري۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې د پاكستان دفاع په مضبوطولو لاسونو كښې ده او د كوم هم جارحيت به خله ماتې ځواب وركولے شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د هېواد سلامتيا او خپلواكۍ لپاره وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے او په هر يو سخت وخت كښې به قومي دفاع لپاره يو موټے وي










