اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي علامه اقبال د نيمې اوچي مسلمانانو له جلا شناخت، د خوددارۍ شعور او آزادۍ خوب وركړے ۔ د ختيز شاعر علامه اقبال ته د هغه په 88مه برسۍ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل بايد مونږ لوظ وكړو چې مونږ به د علامه اقبال د خوددارۍ فلسفه ، اتحاد او عمل …
علامه اقبال د نيمي اوچي مسلمانانو له جلا شناخت، د خوددارۍ شعور او آزادۍ خوب وركړې۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي علامه اقبال د نيمې اوچي مسلمانانو له جلا شناخت، د خوددارۍ شعور او آزادۍ خوب وركړے ۔ د ختيز شاعر علامه اقبال ته د هغه په 88مه برسۍ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل بايد مونږ لوظ وكړو چې مونږ به د علامه اقبال د خوددارۍ فلسفه ، اتحاد او عمل د خپلو ژوند برخه جوړوو دغسې چې پاکستان يو قوي ، خپلواكه او کامياب رياست جوړ شي۔خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل نن هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔علامه اقبال هغه عظيم لارښود وو چا چې د نيمي اوچي مسلمانانو له جلا شناخت، د خوددارۍ شعور او آزادۍ خوب وركړو۔ د هغه افکارو او خطبه الهٰ آباد د پاکستان جوړېدو بنياد اېښودلو كښې يو تاريخي کردار ترسره كړې۔ د اقبال شاعري يوازې ټكي نه ، بلکه يو انقلاب ؤ۔ د هغه د خوب تعبير د پاکستان په صورت كښې زمونږ په وړاندې دے او دا اوس زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د هغه د امانت حفاظت وكړو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې علامه اقبال له لوړې درجے وركړي او مونږ له دې د هغه په لاره د تللو توفيق راكړي۔










