لاهور۔21 اپرېل(اے پی پی) د پاکستان ټېلي وژن ، سټیج او فلم مزاحیه اداکار او کوربه معین اختر د مړینې کلیزه به د اپرېل په 22 مه لمانځلې شي۔ د رڼاګانو ښار، کراچۍ څخه، معین اختر په پاکستان ټېلي وژن خپل كار په 6 ستمبر 1966 د پاکستان د لومړۍ دفاع ورځې دستورو لپاره شوي يو پروګرام سره پېل كړو۔ له دغې وروسته، هغه په څو ټي وي ډرامو، سټیج …
د معين اختر د مړينې كليزه به د اپرېل په 22مه نېټه لمانځلې شي
لاهور۔21 اپرېل(اے پی پی) د پاکستان ټېلي وژن ، سټیج او فلم مزاحیه اداکار او کوربه معین اختر د مړینې کلیزه به د اپرېل په 22 مه لمانځلې شي۔ د رڼاګانو ښار، کراچۍ څخه، معین اختر په پاکستان ټېلي وژن خپل كار په 6 ستمبر 1966 د پاکستان د لومړۍ دفاع ورځې دستورو لپاره شوي يو پروګرام سره پېل كړو۔ له دغې وروسته، هغه په څو ټي وي ډرامو، سټیج شوز كښې له كار وروستو انور مقصود او بشری انصاري سره يو شمېر پروګرامونه هم وكړل۔ معین اختر په ډیرو ژبو كښې مزاحېه اداكاري كړې ده په كومو كښې چې انګلیسي، سندهي، پنجابي، میمن، پښتو، ګجراتي او بنګالي او نورې يو شمېر ژبې شاملې دي۔ د هغه کار هغه د ماشومانو، لویو او د هر عمر خلکو ترمنځ په مساوي ډول مقبول جوړوي۔ معين اختر ته د هغه د خذماتو په اعتراف كښې د پاكستان حكومت لخوا تمغه حسن كاركردګي او ستاره امتياز وركړې شوه۔ معين اختر په 22 اپرېل 2011 د زړه د دورې له امله په حق رسېدلے و










