کوئټه۔ 20 اپرېل (اے پی پی) صوبائی داخله وزير مير ضياﺀ اے لانګو د بلوچستان په تاريخ كښی اولنۍ شهيدې لېډي كانسټېبل ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې لېډی کانسټېبل ملک ناز د ترهګرۍ په ضد ستړو كښې د مړانې نوې مثال پرېښودلو سره د شهادت درجه ترلاسه كړه۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د ملك ناز بلوچ مړانه به تل ياده ساتلې شي ٬ هغې …
صوبائی وزير مير ضياﺀ اے لانګو د بلوچستان اولنۍ شهيدې لېډي كانسټېبل ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
کوئټه۔ 20 اپرېل (اے پی پی) صوبائی داخله وزير مير ضياﺀ اے لانګو د بلوچستان په تاريخ كښی اولنۍ شهيدې لېډي كانسټېبل ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې لېډی کانسټېبل ملک ناز د ترهګرۍ په ضد ستړو كښې د مړانې نوې مثال پرېښودلو سره د شهادت درجه ترلاسه كړه۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د ملك ناز بلوچ مړانه به تل ياده ساتلې شي ٬ هغې د فرض په ادا كولو كښې د خپل ځان قرباني وركولو سره د مړانې او قربانۍ اعلی مثال قائم كړو۔ ده ووئيل شهيدانو كله هم وسله كېښودلې نه ده او تر آخري سلګۍ يۍ خپل فرض ترسره كړے دے۔ داخله وزير ووئيل په بلوچستان كښې د ترهګرۍ په ضد د پوليس قربانۍ د وياړ وړ دي او ترهګر به په هېڅ صورت معاف نه كړې شي۔ ده زياته كړه چې په پېښه كښې ككړ عناصر به ډېر زر خپل كردار ته ورسولې شي۔








