ګورنر فيصل كريم كنډي سره په المان كښې مقيم د پېډل ټېنس لوبغاړي فرحان ملاقات

پېښور ۔ 16 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د زيارت په ورځ په المان كښې مقيم د پېډل ټېنس پاكستاني لوبغاړي فرحان په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښی لوبو ته په وده وركولو او په خاص توګه د پېډل ټېنس په اهميت تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع فېصل كريم كنډي ووئيل چې …

پېښور ۔ 16 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د زيارت په ورځ په المان كښې مقيم د پېډل ټېنس پاكستاني لوبغاړي فرحان په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښی لوبو ته په وده وركولو او په خاص توګه د پېډل ټېنس په اهميت تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع فېصل كريم كنډي ووئيل چې پېډل ټېنس په ګرده نړۍ كښې زيات مقبوليت ترلاسه كوونكې لوبه ده كومه چې د ځوانانو صحي فعاليتونو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ګورنر باور وركړو چې په صوبه كښی د پېډل ټېنس لوبې ودې لپاره به ګورنر هاؤس هره ممكنه مرسته وړاندې كوي۔ په ملاقات كښې په دې خبره هم اتفاق وشو چې د پېډل ټېنس كورټس جوړولو ٬ د كوچنګ آسانۍ رسولو او ټورنامنټس كولو له به په ګډه اقدامات كولې شي دغسې چې زيات نه زيات ځوان دې لوبې پلو راغب كړې شي