کوئټه 15 اپرېل (اے پي پي) د مېرمنو صحت او خېرښګرې لپاره اهم پېشرفت رامخې ته شوې دے چرته چې د حفظان صحت په بنيادي مصنوعاتو ټېكس كښئ كمي لپاره قانون سازۍ لپاره د رائيو اتفاق شوې۔ د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني په مشرۍ كښې غونډه وشوې چې پكښې صوبائي پارلماني غړو اختر بي بي، رحمت صالح بلوچ، خير جان ٬ سيکرټري عبداللہ خان، ډاکټر طاهرہ کمال بلوچ …
کوئټه 15 اپرېل (اے پي پي) د مېرمنو صحت او خېرښګرې لپاره اهم پېشرفت رامخې ته شوې دے چرته چې د حفظان صحت په بنيادي مصنوعاتو ټېكس كښئ كمي لپاره قانون سازۍ لپاره د رائيو اتفاق شوې۔ د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني په مشرۍ كښې غونډه وشوې چې پكښې صوبائي پارلماني غړو اختر بي بي، رحمت صالح بلوچ، خير جان ٬ سيکرټري عبداللہ خان، ډاکټر طاهرہ کمال بلوچ او د ملګرو ملتونو د ادارې نمائندګانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د مېرمنو صحت په اړه په بنيادي مصنوعاتو په ټېكس كښې پنځوس فيصده كمې يا بشپړه خاتمې لپاره به په اسمبلۍ كښې مشتركه قرارداد وړاندې كولې شي۔ ګډون كوونكو ووئيل چې دې اقدام سره به د كم آمدنۍ مېرمنو ته معاشي ريليف ترلاسه شي او د دوي د صحت په معيار كښې به بهتري راشي










