ګورنر فېصل كريم كنډي سره په امريكا كښې د مېشته پاكستاني ډاكټرانو د نمائنده تنظيم پلاوي وليدل

پېښور 15 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره په امريكا كښې د مېشته پاكستاني ډاكټرانو د نمائنده تنظيم پلاوي د پيپلز ډاكټر فورم صدر ډاکټر جانباز آپريدي په مشرۍ كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په پلاوي كښې پروفيسر ډاکټر شريف٬ پروفيسر ډاکټر محمد اورنګزيب، پروفيسر ډاکټر عامر غفور، پروفيسر ډاکټر عنبر اشرف، پروفيسر فاروق خان، پروفيسر معاذ بن بادشاہ شامل وو۔ په دې …

پېښور 15 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره په امريكا كښې د مېشته پاكستاني ډاكټرانو د نمائنده تنظيم پلاوي د پيپلز ډاكټر فورم صدر ډاکټر جانباز آپريدي په مشرۍ كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په پلاوي كښې پروفيسر ډاکټر شريف٬ پروفيسر ډاکټر محمد اورنګزيب، پروفيسر ډاکټر عامر غفور، پروفيسر ډاکټر عنبر اشرف، پروفيسر فاروق خان، پروفيسر معاذ بن بادشاہ شامل وو۔ په دې موقع پلاوي ګورنر ته ووئيل چې مونږ هر كال سل زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركوٶ٬ د رنځورانو وياړ علاج كوٶ، په بونير ضلع كښې سكول جوړٶ۔ ګورنر د تنظيم د خدماتو ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول په بيلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ګورنر ووېيل چې د تېلو٬ ګاز او معدنياتو پانګو په حواله صوبه د سرمايه كارۍ بهترين مركز دے٬ زمونږ امنيتي ځواكونه د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د امن په اړه مثالي قربانۍ خدمات ترسره كوي۔ په دې موقع پلاوي ګورنر ته خاص شليډ هم وركړو