پېښور ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې 16 څخه تر 19 اپریل طوفان او د بريښنا پړق سره د بارانونو د نوې لړۍ پيل كيدو امكان ښودلے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې پي ډي اېام اے ټولې ضلعي انتظاميې ته الرټ جاري كړے دے۔ په دې مهال په چترال، دیر، سوات، شانګله ، کوهستان، بونیر، مالاکنډ، بټګرام، …
د خيبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې 16 څخه تر 19 اپریل طوفان او د بريښنا پړقا سره د بارانونو د نوې لړۍ پيل كيدو امكان دے

مزید خبریں
پېښور ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې 16 څخه تر 19 اپریل طوفان او د بريښنا پړق سره د بارانونو د نوې لړۍ پيل كيدو امكان ښودلے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې پي ډي اېام اے ټولې ضلعي انتظاميې ته الرټ جاري كړے دے۔ په دې مهال په چترال، دیر، سوات، شانګله ، کوهستان، بونیر، مالاکنډ، بټګرام، مانسهرہ او اېبټ آباد كښې د باران او ګلۍ امكان دے۔ دغسې په پېښور ٬ مردان ٬ نوښار ٬ چارسده ٬ صوابۍ ٬ كوهاټ ٬ كرم ٬ اوركزئۍ ٬ خېبر ٬ باجوړ ٬ مهمند ٬ بنو ٬ لكي مروت ٬ ډي آئي خان او ټان كښې هم د باران او طوفان امكان ښودلے شوے دے۔ د بارانونو له امله په پورته ضلعو كښې د لېنډ سلائيډنګ او بېلو سيمو كښې د سېلاب راتللو خطره ده۔ په مېداني سيمو پېښور ، مردان او نوښار كښې د اربن فلډنګ اندېښنه ده۔ وګړو ته د احتياط كولو هدايت شوے دے۔ د پی ډی اېم اے اېمرجنسی اپرېشن سنټر فعال دے٬ اولس دې د كومې هم پېښی په صورت كښې په 1700 اطلاع وركړي








