د ګورنر فيصل كريم كنډي په بيساكھي سكھ ورورولۍ له مباركي

پېښور ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بېساكھي اختر په موقع سكھ ورورولۍ له مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل چې د هېواد پرمختګ كښې د سكھ ورورولۍ خذمات او كردار د چا نه پټ پناه نه دے۔ ده ووئيل بېساکھی د خوشحالۍ ٬ …

پېښور ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بېساكھي اختر په موقع سكھ ورورولۍ له مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل چې د هېواد پرمختګ كښې د سكھ ورورولۍ خذمات او كردار د چا نه پټ پناه نه دے۔ ده ووئيل بېساکھی د خوشحالۍ ٬ شكر ادا كولو او د فصلونو د رېبلو اختر دے كوم چې په پاكستان كښې د ګډ احترام او همغږۍ علامت دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې ژوند كوونكي اقليتونه د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پاكستان پيپلز ګوند تل د اقليتونو د حقونو تحفظ ٬ مذهبي آزادۍ او مساوات لپاره عملي ګامونه پورته كړې دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې په صوبائي كچه به د ګورنر هاؤس لخوا د اقليتونو مسئلې حل كولو ٬ د عبادت ځايونو خوندي كولو او بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركوو له اقدامات جاري ساتلې شي

مزید خبریں