کوئټه ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د پنجاب حكومت د بلوجستان زده كوؤنكو انجونو او هلكانو له د 470 اسکالرشپس وركولو اعلان كړے دے كومو لپاره چې بلوچستان اېجوکېشن انډومنټ فنډ د صوبې ذهينو زده كوونكو څخه درخواستونه طلب كړي دي۔ په دې زړه پورې اقدام د بلوچستان اولس د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف خصوصي مننه كړې ده۔ وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د سماجي رابطې په وېب …
د پنجاب حكومت د بلوچستان زده كوونكو لپاره د 470 اسکالرشپس اعلان، د بلوچستان وزيراعلی اقدام خوشبين وګرځولو

مزید خبریں
کوئټه ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د پنجاب حكومت د بلوجستان زده كوؤنكو انجونو او هلكانو له د 470 اسکالرشپس وركولو اعلان كړے دے كومو لپاره چې بلوچستان اېجوکېشن انډومنټ فنډ د صوبې ذهينو زده كوونكو څخه درخواستونه طلب كړي دي۔ په دې زړه پورې اقدام د بلوچستان اولس د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف خصوصي مننه كړې ده۔ وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل پېغام كښې ووئيل حکومت د پاکستان د دې معياري تعليمي ادارو دروازې د بلوچستان د هر يو خواري كښ كوچني لپاره پرانستې دي۔ ده ووئيل د بلوچستان كليوالو سيمو سره د تعلق لرونكي يو وېګن ډرائېور ځوي په لويه تعليمي اداره كښې داخلېدل د دې مثبت بدلون يو ښكاره مثال دے۔ وزیر اعلیٰ ووئيل بلوچستان د تعليمي پرمختګ په لاره روان دے او معياري زده كړې د هر يو كوچني بنيادي حق دے كوم لپاره چې حكومت جدي اقدامات كوي۔








