پېښور ۔ 14 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې غونډه وشوه۔ د وزیر اعلی هاوس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا حکومت انقلابی اقدام، پبلک سېکټر كښې د پاكستان اولنے ورچوئل اسکول ، اے آئی ټیچرمعارفي كړے شو۔ په غونډه كښې وزيراعلی د اے آئی اېجوکېشن اتھارټی جوړولو اصولي …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې غونډه

مزید خبریں
پېښور ۔ 14 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې غونډه وشوه۔ د وزیر اعلی هاوس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا حکومت انقلابی اقدام، پبلک سېکټر كښې د پاكستان اولنے ورچوئل اسکول ، اے آئی ټیچرمعارفي كړے شو۔ په غونډه كښې وزيراعلی د اے آئی اېجوکېشن اتھارټی جوړولو اصولي منظوري وركولو سره د هوم ورك بشپړولو هدايت وكړو۔ وزیر اعلی د ورچوئل اسکولز د لارې زده كړې ترلاسه كوونكو بهر هېوادونو كښې مېشته طالبعلمانو له د رېګولر درجه وركولو هدايت وكړو۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعلی ووئيل په صوبه كښې ورچوئل اسکولز او اے آئي ټيچر معارفي كول د وخت مهم حاجت دے۔ ده ووئيل اے آئی ټېکنالوجی به زده كوؤنكو ته په انفرادي كچه د زده كړې نوې موقعې وركړي٬ اے آئي بېسډ سسټم به په استاذانو فشار كمولو سره تدريسي معيار ښه كړي۔ ده ووئيل په پائلټ بنيادونو د صوبې 46 سرکاری سکولونه آن لائن تعليمي نظام ته منتقل كړې شوي۔ غونډې ته د اړوندو چارواكو لخوا خصوصي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ له مخې په پائلټ پړاؤ كښې د بندوبستي ضلعو 33 او د ضم شوو ضلعو 13 سكولونه آن لائن كړې شول۔ د بریفنګ له مخې نور 175 سکولونه به ورچوئل سكولونو كښې بدلولې شي۔ د اے آئي ټيچر د لارې به د انګلش، ریاضی، فزکس، کېمسټری او بائیولوجی مضمونونه ښودلې شي۔ د بریفنګ له مخې منصوبې مجموعي منظور شوے لګښت 153.80 ملین روپۍ دے۔ د ټېلي تعلیم هب په جوړولو به 44.850 ملین روپۍ مصرف كولې شي۔ د بریفنګ له مخې اے آئی ټیچر به اردو، انګریزی او پښتو ژبه كښې 24 ساعته موجود پاتې وي








