ګورنر سره د مهر سلطانه ملاقات ٬ په سياسي او سماجي چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور۔ 14اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پي پي پي غړې مهر سلطانه ملاقات وكړو او ده سره يۍ په سياسي او سماجي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ګورنر هاؤس د وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي وضعه ٬ اولسي مسئلو او پرمختيائي چارو هم خبرې وشوې۔ مهر سلطانه …

پېښور۔ 14اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پي پي پي غړې مهر سلطانه ملاقات وكړو او ده سره يۍ په سياسي او سماجي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ګورنر هاؤس د وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي وضعه ٬ اولسي مسئلو او پرمختيائي چارو هم خبرې وشوې۔ مهر سلطانه ګورنر خپلې حلقې ته د پېښو مسئلو او پرمختيائي سكيمونو په اړه خبر كړو۔ په دې موقعه د اسمبلۍ د ښځينه غړو په كردار هم خبرې وشو۔ په دې خبره زور راوړلے شو چې مېرمنې د صوبې په سياست او قانون سازۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په ملاقات كښې د پارټۍ د ښځينه ونګ په لا فعاله كولو او مضبوطولو هم خبرې وشوې دغسې چې د مېرمنو سياسي ګډون لا مؤثر كړے شي

مزید خبریں