ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مياں عارف ګل ملاقات

پېښور ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پي پي پي چارسدې د اطلاعاتو سېكرټري مياں عارف ګل د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور د وياند له مخې د ملاقات په مهال په سيمه ايز سياست ٬ د پارټۍ په تنظيمي وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې …

پېښور ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پي پي پي چارسدې د اطلاعاتو سېكرټري مياں عارف ګل د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور د وياند له مخې د ملاقات په مهال په سيمه ايز سياست ٬ د پارټۍ په تنظيمي وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په صوبه كښې د پارټۍ لا فعاله كولو سره په اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔ ګورنر د مياں عارف ګل به ناروغتيا اندېښنه ښكاره كولو سره د ده زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د مياں عارف ګل خوريې انجينئر مياں زكريا ګل هم ده سره موجود و۔

مزید خبریں