د بلوچستان وزيراعلی په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه غونډه

کوئټه۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو پېشرفت په اړه يوه مهمه غونډه وشوه۔ د ګل په ورځ غونډه كښې د بېلو محكمو سېكرټريز د روانو منصوبو په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې بلوچستان كښې د فیلډ افسرانو حاضری، کارکردګی او مؤثره نګراني باوري كولو له د عصري ډیجیټل مانیټرنګ سسټم معارفي كولو پرېكړه وشوه چې ورسره به …

کوئټه۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو پېشرفت په اړه يوه مهمه غونډه وشوه۔ د ګل په ورځ غونډه كښې د بېلو محكمو سېكرټريز د روانو منصوبو په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې بلوچستان كښې د فیلډ افسرانو حاضری، کارکردګی او مؤثره نګراني باوري كولو له د عصري ډیجیټل مانیټرنګ سسټم معارفي كولو پرېكړه وشوه چې ورسره به په لائیو لوکېشن اډانه د حاضرۍ نظام عملي كولې شي۔ په غونډه كښې د منصوبو د رفتار، معیار، پېښو چېلنجونو او ددې حل لپاره د عملي اقداماتو جاج واغستے شو۔ وزيراعلی هدايت وكړو چې ټولې روانې منصوبې دې په هر صورت كښې بشپړ كړې شي او په دې لړ كښې به غفلت او تاخير زغملے نه شي۔ ده ټولو انتظامي مشرانو ته هدايت وكړو چې كوم افسران 10 ورځو څخه زياتې مودې لپاره فيلډ څخه غېر حاضر وموندلې شي د هغوي په ضد دې بې پرې او سخته كارروائي وكړې شي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل چې مانيټرنګ نظام دے مؤثر او بشپړ كړے شي دغسې چې په صوبه كښې پرمختيائي عمل تند او په تلپاتې بنيادونو اودرولے شي

مزید خبریں