د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير هنګو ضلع كښې د پوليو كمپائن په مهال په پوليس ډله د ډزو غندنه وكړه

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ هنګو ضلع كښې د پوليو كمپائن په ډله په امنيتي پوليس اهلكارو د ډزو نوټس اخستو سره د پېښې سخته غندنه كړې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلٰی د پوليس آئي جي څخه د پیښې رپورټ طلب كړو۔وزيراعلٰی ووئيل په قامي وظيفه تعينات پوليس اهلكار په نښه كول بزدلانه فعل …

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ هنګو ضلع كښې د پوليو كمپائن په ډله په امنيتي پوليس اهلكارو د ډزو نوټس اخستو سره د پېښې سخته غندنه كړې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلٰی د پوليس آئي جي څخه د پیښې رپورټ طلب كړو۔وزيراعلٰی ووئيل په قامي وظيفه تعينات پوليس اهلكار په نښه كول بزدلانه فعل دے٬ترهه ګر پخپلو ناوړه عزائمو كښې به چرې هم كامياب نه شي۔ده ووئيل په پېښه كښې يو پوليس اهلكار شهادت افسوس ناك دے٬د شهيد شوي اهلكار كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔صوبائي حكومت به د شهيد شوي اهلكار كورنۍ ته هر ممكن مرسته وركوي۔اعلٰی وزير ژوبل شوو پوليس اهلكارو ته ښې طبي آسانۍ د باوري كولو هدايت وكړو ۔وزيراعلٰی ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبرپښتونخوا حكومت او اولس يو موټې دي۔وزيراعلٰی د شهيد اهلكار لوړو درجو٬غم جنو كورنيو لپاره د زغم او ژوبل شوو له زر د روغ صحت دعا وكړه۔

مزید خبریں