اسلام آباد۔ 13 ابرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي پاکستان به د جنګ بندۍ په ځائے ساتلو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ دا خبره ده د جاپان وزیرِ اعظم سانائے تاکائیچی سره خپلو خبرو كښې وكړه كومې چې د ګل په ورځ وزیر اعظم محمد شهباز شریف سره په ټېلې فون تماس ونيولو او ده سره يې اسلام آباد كښې د پاکستان په كوربتوب كښې د …
پاكستان به د جنګ بندۍ برقراره ساتلو لپاره خپلې هخې روانې ساتي

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 13 ابرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي پاکستان به د جنګ بندۍ په ځائے ساتلو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ دا خبره ده د جاپان وزیرِ اعظم سانائے تاکائیچی سره خپلو خبرو كښې وكړه كومې چې د ګل په ورځ وزیر اعظم محمد شهباز شریف سره په ټېلې فون تماس ونيولو او ده سره يې اسلام آباد كښې د پاکستان په كوربتوب كښې د امریکې او ایران په شوو خبرو اترو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیرِ اعظمې سانائے تاکائیچي د جنګ بندۍ او خبرو په تابيا كولو د پاکستان سفارتي کردار وستائېلو۔ هغې د امن راوستو عمل له د مکمل مرستې څرګندونه وكړه او دا يې سيمه ايز استحکام او د توان نړيوالې سلامتیا لپاره مهمه وګرځوله ۔ وزیرِاعظم د جاپان خپلې هم منصبې په نیکو هيلو مننې كولو سره ووئېل هغه د امریکې او ایران د پلاويو اسلام آباد كښې په كړو خبرو اترو مننه كوي او پاکستان به د جنګ بندۍ برقرارې ساتلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي ۔ وزیرِ اعظم د پاکستان او جاپان ترميڼحه د دوه اړخيزوه مرستې لا مضبوطولو خواهش څركند كړو د كوم چې د جاپان وزیرِ اعظمې هم ستائنه وكره ۔ دغسې دواړو لارښودو د نزدې رابطې برقرار ساتلو ته اتفاق وكړو۔










