اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئېلي دي د امریکې او ایران تر مينځه د جامع او تعمیري خبرو اترو څو پړاونه تر سره شول ،تر 24 ساعته دوام لرونكې خبرې نن مکمل شوې ، فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره په ګده په څو پړاؤنو كښې شوو خبرو كښې معاونت وكړے شو ،د وزیراعظم د جنګ بندۍ درخواست قبولولو او …
امریکا او ایران به منطقه او نړۍ كښې تل پاتي امن و خوشحالۍ لپاره د مثبت سوچ سره مخ په وړاندې ځي ،پاکستان به د رابطه کارۍ او د خبرو عمل كښې د سهولت کارۍ کردار روان ساتي، د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار میډیا ته بریفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئېلي دي د امریکې او ایران تر مينځه د جامع او تعمیري خبرو اترو څو پړاونه تر سره شول ،تر 24 ساعته دوام لرونكې خبرې نن مکمل شوې ، فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره په ګده په څو پړاؤنو كښې شوو خبرو كښې معاونت وكړے شو ،د وزیراعظم د جنګ بندۍ درخواست قبولولو او په مثبت غبرګون ښودولو د امریکې او ایران مننه كوو ٬ دا ضروري ده چې دواړه هېوادونه د جنګ بندی روانې ساتلو په لوظ قائم پاتي شول ،هيله ده چې دواړه هېوادونه به منطقه او نړۍ كښې تل پاتي امن او خوشحالۍ لپاره په مثبت سوچ مخ په وړاندې لاړ شي ،پاکستان به د امریکې او ایران تر مينځه د رابطه کارۍ او د خبرو اترو عمل كښې د سهولت وركونكې کردار به روان ساتي ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د امریکې او ایران خبرو په اړه میډیا بریفنګ كښې وكړه ۔ اسحاق ډار ووئېل د پاکستان په درخواست د امریکې نائب صدر جے ډي وینس او د ایران د پارلیمان سپیکر قادر قالیباف په مشرۍ كښې د دواړو هېوادونو پلاوي پاكستان ته راغلل اور خبرو كښې يې برخه واغسته ، د وزیر اعظم محمد شهباز شریف په خواست د مثبت غبرګون په ښودولو ،د جنګ بندۍ درخواست او د اسلام اباد راتللو بلنې په قبولولو د دواړو هېوادونو مننه كوو ۔ده ووئېل د امریکې او ایران تر مينځه تر څلوريشت ساعته روانې خبرې نن مکمل شوې ،د دواړو ډلو تر مينځه د جامع او تعمیري خبرو ګن پړاونه تر سره شول ، ما او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په خبرو اترو كښې معاونت كولو ،د فریقین د اړخه د پاکستان د مثبت کردار په اعتراف مننه كوو ،دا ضروري ده چې دواړه هېوادونه جنګ بندي روانې ساتلو ته لوظي پاتي شول۔نائب وزیراعظم و خارجه وزير هيله ولرله چې دواړه هېوادونه به منطقه كښې او نړۍ كښې تل پاتي امن او خوشحالۍ لپاره خپل مثبت سوچ سره مخ په وړاندې ځي ،پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د رابطه کارۍ او د خبرو اترو عمل كښې به د سهولت کارۍ کردار روان ساتي۔










