وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس د خدمت او د وفاق د قوي كولو نامه ده

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس د خدمت او د وفاق د قوي كولو نامه ده٬ چالبازو او درغ جنو د كمشيريانو هېڅ خدمت نه دې كړې٬ د مسلم ليګ (ن) كاميابۍ سره به په آزاد كشمير كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي٬ د قام په دعاګانو وزيراعظم …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس د خدمت او د وفاق د قوي كولو نامه ده٬ چالبازو او درغ جنو د كمشيريانو هېڅ خدمت نه دې كړې٬ د مسلم ليګ (ن) كاميابۍ سره به په آزاد كشمير كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي٬ د قام په دعاګانو وزيراعظم په تندۍ سره مخ په ښه كېدو دے او زر به هېواد ته راستون شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډډيال په بټلي سيمه كښې د مسلم ليګ (ن) كارمندانو ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل نواز شريف هڅه كوي چې د كشمير په دواړو اړخو كشميريانو له د كوهاله په ډول پل جوړ كړې شي چې له مخې ئې جلا شوي كشميريان يو بل سره ويني ۔ده ووئيل تاسو ټول به د نواز شريف لاس مضبوطوۍ او د مسلم ليګ (ن) حكومت راتللو سره به په آزاد كشمير كښې د پرمختګ٬ سوكالۍ او رڼاګانو دور پېل شي٬ د روزګار موقعې به پېدا شي٬ كشمير كښې به موټروېز٬ اېكسپرېس وېز ٬ سكولونه او روغتونونه جوړولې شي۔ده سركاري ملازمانو ته ووئيل چې ھغوې د رياست ملازمان دي د چا ذاتي نوكران نه دي۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) به اكثريت سره په ټاكنو كښې بريالې كېږي۔ده د مسلم ليګ (ن) كارمندانو ته ووئيل چې ھغوې د دې سركاري ملازمانو حلقه وار فهرست جوړ كړي

مزید خبریں