پېښور 09 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د هېواد پرمختګ او د اولس سهولت لپاره د پاکستان پوسټل سروسز کردار ښه دے او دا نړيوالو تقاضو سره سمولو كولو هم ضروري دے۔ دا خبره ده د صوبائي پوسټ ماسټر جنرل احسان الله مروت لخوا په صوبه كښې د پوسټل سروسز په اړه د وركړې شوې بريفنګ په مهال وكړه ۔ د بريفنګ په …
د پاکستان پوسټل سروسز نړيوالو تقاضو سره سمول ضروري دے۔ فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور 09 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د هېواد پرمختګ او د اولس سهولت لپاره د پاکستان پوسټل سروسز کردار ښه دے او دا نړيوالو تقاضو سره سمولو كولو هم ضروري دے۔ دا خبره ده د صوبائي پوسټ ماسټر جنرل احسان الله مروت لخوا په صوبه كښې د پوسټل سروسز په اړه د وركړې شوې بريفنګ په مهال وكړه ۔ د بريفنګ په مهال ګورنر په صوبه كښې د څانګې د كاركردګۍ او د ضرورتونو نه خبر كړے شو ۔ ګورنر ته ووئيل شول صوبه كښې نزدې څلوېښت ضلعو كښې د پوسټل سروسز 1787 دفترې موجود دي چې پكښې نهه 9 پوسټل ډويژن ، 16 جي پي اوز او 500 ډاكخانې او د 1200 نه زيات فرنچائز ډاکخانے دي او د دې نه علاوه د کورئير کمپنۍ او بېنك جوړولو په معاملو كار پېل شوے۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د هېواد پرمختګ او د اولس سهولت لپاره د پاکستان پوسټل سروسز کردار بډېر ښه دے او دا نړيوالو تقاضو سره سمول هم ضروري دي








