لاهور 09 اپرېل (اے پي پي) د متروکه وقف املاك بورډ په انتظام كښې د بېساکھۍ ميلې او د 327م خالصه زېږون ورځ په دستورو كښې ګډون لپاره به د هند سکھ ياتري نن د جمعې په ورځ د اپرېل په لسمه نيټه د واهګه بارډر د لارې پاكستانه ته راځي او تر 19م اپرېل به په پاكستان كښې قيام كوي٬ په دې مو قع به هغوي ننکانه صاحب، ګوردواره …
د بېساکھي ميلې دستورې٬ هند څخه سكھ ياتري به په لسم اپرېل پاكستان ته راځي

مزید خبریں
لاهور 09 اپرېل (اے پي پي) د متروکه وقف املاك بورډ په انتظام كښې د بېساکھۍ ميلې او د 327م خالصه زېږون ورځ په دستورو كښې ګډون لپاره به د هند سکھ ياتري نن د جمعې په ورځ د اپرېل په لسمه نيټه د واهګه بارډر د لارې پاكستانه ته راځي او تر 19م اپرېل به په پاكستان كښې قيام كوي٬ په دې مو قع به هغوي ننکانه صاحب، ګوردواره پنجه صاحب، حسن ابدال، ګوردواره دربار صاحب کرتارپور او د نورو مقدس ځايونو زيارتونه كوي۔ په دې لړ كښې د شرائنز ايډيشنل سيکرټري ناصر مشتاق تفصيلات بيان كړل چې وفاقي حکومت او د متروکه وقف املاک بورډ چيئرمين قمر الزمان په احكامات د سکھ ياتريانو د راتګ په موقع سکيورټي٬ د استوګنې٬ خوراك څښاك او د سفر سهولتونو ته حتمي شكل وركړے شوے دے








