کوئټه 08 اپریل (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی صوبه كښې د ګاډو د ټرانسفر فیس په اړه د حکومتي اقدامات سپيناوي کولو سره ووئيل اولس له ریلیف وركولو لپاره د ګاډو ټرانسفر فیس يوې مياشت لپاره معاف کړے شوے٬ په خپل يو پیغام كښې وزیراعلیٰ ووئيل دا رعايت يواځې تر ټرانسفر فیس محدود دے٬ دغسې رجسټریشن فیس به برقرار وي۔د حکومت دا اقدام د اولسي سهولت …
بلوچستان كښې د ګاډو ټرانسفر فیس يوې مياشت لپاره معاف شو، رجسټریشن فیس به برقرار وي ۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ

مزید خبریں
کوئټه 08 اپریل (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی صوبه كښې د ګاډو د ټرانسفر فیس په اړه د حکومتي اقدامات سپيناوي کولو سره ووئيل اولس له ریلیف وركولو لپاره د ګاډو ټرانسفر فیس يوې مياشت لپاره معاف کړے شوے٬ په خپل يو پیغام كښې وزیراعلیٰ ووئيل دا رعايت يواځې تر ټرانسفر فیس محدود دے٬ دغسې رجسټریشن فیس به برقرار وي۔د حکومت دا اقدام د اولسي سهولت او معاشي بار كمولو په تناظر كښې دے۔ وزیراعلیٰ ووئيل د ټرانسفر فیس عارضي معافۍ بنیادی مقصد عامو وګړو له فیول سبسډی ترلاسه كيدو كښې آسانۍ وركول دي دغسې چې زيات وګړي د حکومتی اقدام څخه مستفید شي ۔ ده اولس ته ووئيل خپل ګاډي په وخت په خپل نوم كړئ دغسې چې حکومتي سبسډي څخه بشپړه ګټه پورته كړئ۔








