د وزيراعليٰ سهيل افريدي په مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ څانګې غونډه

پېښور 08 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي په مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ څانګې غونډه وشوه چې پكښې د سماجي خېرښګرې، لوبو، سېلګرۍ، ريليف او ټرانسپورټ څانګو د كلنه پرمختيائي پروګرام27۔2026 په نوو منصوبو غور وشو۔ د وزيراعلٰې سېكرټرېټ له مخې په ټولو تحصيلونو كښې ريسکيو سټيشنز باوري كول، د صوبې سوشيو اکنامك رجسټري تر دسمبر د بشپړولو امر سره سره په غونډه كښې …

پېښور 08 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي په مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ څانګې غونډه وشوه چې پكښې د سماجي خېرښګرې، لوبو، سېلګرۍ، ريليف او ټرانسپورټ څانګو د كلنه پرمختيائي پروګرام27۔2026 په نوو منصوبو غور وشو۔ د وزيراعلٰې سېكرټرېټ له مخې په ټولو تحصيلونو كښې ريسکيو سټيشنز باوري كول، د صوبې سوشيو اکنامك رجسټري تر دسمبر د بشپړولو امر سره سره په غونډه كښې د اليکټرك بائيکس و سکوټيز صنعت او هيلي ټورازم ته د ودې وركولو د امكانات د جاج اغستو سپارښتنه هم وشوه۔ په غونډه كښې د “زمونږ كور” نوې سنټرز٬ د خاص ماشومانو سكولز او د موجوده سكولونو اپ ګرېډېشن تجويز هم وړاندې كړے شو٬ په غونډه كښې د دارالامانونو د اپ ګريډيشن، نوے دارالامان او بايونک آرټيفيشل لمبز ورکشاپس تجويز هم وركړر شو۔ په غونډه كښې خاص ماشومانو لپاره تعليمي وظائف او نوے ايجوکيشنل کمپليکسز په جوړولو هم غور وشو۔ په غونډه كښې هزاره و مالاکنډ كښې تحصيل ګراؤنډز، بټګرام و بره دير كښې سپورټس کمپليکسز، مېرمنو لپاره د ان ډور ګيمز سهولتونو او د “جوان مركزونو تجويز رامخې ته شو۔ په غونډه كښې د سېل نوې ځايونه لټول ، د آثار قديمه بحالي، د تاريخي ټرين سټيشنز بحالي، ايډونچر ټورازم ته وده وركولو لپاره منصوبې تجويز كړې شوې۔ په غونډه كښې د ملازمت كوونكو مېرمنو او زده كوٶنكو انجونو ته د اليکټرك سکوټيز وركولو په منصوبه هم غور وشو۔ په غونډه كښې د کوهاټ نه تر خرلاچي د ريل سروس، سب اربن ټرين، سېلګرۍ لپاره ډبل ډيکر اليکټرك بسونه او بي آر ټي لپاره د نوو الېكټرك بسونو اخستو تجويز هم وركړے شو۔ په غونده كښې بي آر ټي د پېښور نه تر چارسده، نوښار او خېبر د پراخه كولو منصوبه هم تجويز شوه۔ په غونډه كښې نوو ريسکيو سټيشنز جوړول، د مائننګ په ضلعو كښې ايمرجنسي ريسکيو سروس تر مائنز ريسکيو آپريشنز د پراخه كولو منصوبه باندې هم خبرې وشوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعليٰ محمد سهېل آفريدي ووئيل د پرمختګ خواږه د صوبې تر هرې سېمې رسول د حكومت ذمه واري ده، نوے پرمختيائي پروګرام به د صوبې معاشي و سماجي پرمختګ كښې مهم سنګ ميل وګرځي۔

مزید خبریں