منطقه كښې امن لپاره د پاکستان هڅي د ستائنې وړ دې۔سينيټر ايمل ولي خان

پېښور 08 اپريل (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي منطقه كښې امن لپاره د پاکستان هڅي د ستائنې وړ دې۔ د شورو په ورځ د امريکې او ايران جنګ بندۍ په اړه د سماجي رابطې په ويب سائټ ايکس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل په دې ټول صورتحال كښې د پاکستان کردار مثبت او ذمه وار ؤ …

پېښور 08 اپريل (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي منطقه كښې امن لپاره د پاکستان هڅي د ستائنې وړ دې۔ د شورو په ورځ د امريکې او ايران جنګ بندۍ په اړه د سماجي رابطې په ويب سائټ ايکس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل په دې ټول صورتحال كښې د پاکستان کردار مثبت او ذمه وار ؤ كوم چې منطقه كښې د امن ودي لپاره خوشبينه دے۔ده ووئيل د وړومبۍ ورځې څخه زمونږ دا مؤقف ؤ چې جنګ د مسئلې حل نه وي،دغسې د اوسني تاؤ ترېښوالي او جنګي اثرات نيغ په نيغه په عام وګړي او په خاص توګه په غريبه طبقه پريوځي۔ده ووئيل وزيراعظم ‎ محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل عاصم منير له د امن په هڅو د زړه نه مباركي وركوم

مزید خبریں