پیښور 06 اپریل (اے پي پي) په سینیټ كښې د خېبر پښتونخوا په خالي شوې جنرل چوكۍ ټاكنو له د کاغذات جانچ پړتال به تر 10اپریل مکمل کولې شي ٬ او د نامزدګۍ د كاغذونو جمع کولو وروستۍ نېټه د اپریل 7 مه ده ۔ د الیکشن کمیشن خیبرپښتونخوا د اړخه د ګل په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه د صوبائي الیکشن کمشنر دفتر نه کاغذات تر لاسه كېدې …
سېنېټ كښې د خیبرپښتونخوا په خالي چوكۍ انتخابي شیډول جاري كړے شو ، پولنګ به د روانې مياشتې په 23 نېټه كېږي

مزید خبریں
پیښور 06 اپریل (اے پي پي) په سینیټ كښې د خېبر پښتونخوا په خالي شوې جنرل چوكۍ ټاكنو له د کاغذات جانچ پړتال به تر 10اپریل مکمل کولې شي ٬ او د نامزدګۍ د كاغذونو جمع کولو وروستۍ نېټه د اپریل 7 مه ده ۔ د الیکشن کمیشن خیبرپښتونخوا د اړخه د ګل په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه د صوبائي الیکشن کمشنر دفتر نه کاغذات تر لاسه كېدې شي ۔په 8 اپریل به د كانديدانو نامې شائع کولې شي ۔ د کاغذات سمون یا مسترد كېدو خلاف به اپیلز تر 13اپریل ټرائبیونل كښې دائر کېدے شي او په دغه اپیلونو به فیصله تر 15 اپریل كېږي ۔ د كانديدانو نظر ثاني شوے فهرست به په 16اپریل شائع كولې شي ۔ دغسې د نامزدګۍ كاغذونو د بېرته اغستو نېټه به 17 اپریل 2026 وي او پولنګ به په 23 اپریل 2026 کېږي ۔واضحه دې وي چې دا چوكۍ د پخواني سینیټر مراد سعید په نا اهله كولو خالي شوې وه ۔








