لاهور۔3اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف رېلوے مسافرو لپاره لوے ريليف اعلان كولو سره د پټرول بيعې زياتيدو باوجود د ټرين په كرايه كښې د اضافې نه كولو هدايت جاري كړے دے۔ د پاكستان رېلوے وياند له مخې د ډيزل بيعو لوړېدو له امله د رېلوے آپرېشنل لګښتونو كښې زياتوالې رامخې ته شوې دې چې ورسره په كرايه كښې تر 30 فيصد اضافه كول ضروري شوي وو۔ بياهم وزيراعظم فوري …
وزیراعظم د پټرول لوړو بيو باوجود د ټرين كرايې نه زياتولو هدايت

مزید خبریں
لاهور۔3اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف رېلوے مسافرو لپاره لوے ريليف اعلان كولو سره د پټرول بيعې زياتيدو باوجود د ټرين په كرايه كښې د اضافې نه كولو هدايت جاري كړے دے۔ د پاكستان رېلوے وياند له مخې د ډيزل بيعو لوړېدو له امله د رېلوے آپرېشنل لګښتونو كښې زياتوالې رامخې ته شوې دې چې ورسره په كرايه كښې تر 30 فيصد اضافه كول ضروري شوي وو۔ بياهم وزيراعظم فوري مداخلت كولو سره ټول كلاسز لپاره د كرايې زياتولو تجويز مسترد كړو۔ دې سره سره كاروباري طبقې ته سهولت وركولو له د مال اوړونكو ټرېنونو په كرايه كښې هم د اضافې نه كولو پرېكړه شوې ده۔ د وزيراعظم په هدايت حكومت تر 30 جون دمالي بوج پخپله د پورته كولو پرېكړې كړې ده۔ نزدې د 6 اربه روپو سبسډي به وركولې شي دغسې چې مسافرو ته ريليف وركړے شي۔ په دې اړه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ووئيل په سخت وخت كښې وزيراعظم دا ګام پورته كولو سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ ده ووئيل دا پرېكړه يوه ډالۍ ده چې ورسره به د رېلوے سفر ارزان او آسان پاتې وي










