بنو ۔3 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بنو ضلعې په ډومېل پوليس سټېشن د خوارج لخوا ترسره شوے بزدلانه ځانمرګے بريد د امنيتي ځواكونو د فوري كارروايۍ له امله ناكامه كړے شو ولې بياهم بريد كوونكي پوليس سټېشن څخه بهر ځان الوزولو سره نزدې آبادي په نخښه كړه چې په نتيجه كښې يۍ 5 بې ګناه وګړي شهيدان او 4 نور ټپيان شول۔ د امنيتي سرچينو له مخې په …
د امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي : په ډوميل پوليس سټيشن ځانمرګے بريد ناكامه كړے شو

مزید خبریں
بنو ۔3 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بنو ضلعې په ډومېل پوليس سټېشن د خوارج لخوا ترسره شوے بزدلانه ځانمرګے بريد د امنيتي ځواكونو د فوري كارروايۍ له امله ناكامه كړے شو ولې بياهم بريد كوونكي پوليس سټېشن څخه بهر ځان الوزولو سره نزدې آبادي په نخښه كړه چې په نتيجه كښې يۍ 5 بې ګناه وګړي شهيدان او 4 نور ټپيان شول۔ د امنيتي سرچينو له مخې په شهيد شوو كښې 3 مېرمنې او يو كوچنے هم شامل دے۔ ژوبل شوي په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د سرچينو وېنا ده چې د مؤثر حفاظتي اقداماتو او امنيتي انتظاماتو له امله ترهګر په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه پاتې شول۔ پېښې څخه وروستو رېسكيو ډلې موقعې ته ورسېد او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره سرچ اېنډ کلیئرنس آپرېشن پېل كړو۔ امنيتي سرچينو وئيلي چې د نېشنل اېكشن پلان لاندې به د وروستي ترهګر تر ختمولو كارروايۍ ےروانې ساتلې شي۔








