پېښور ۔ 03 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د جمعې په ورځ په بنو ډومېل پوليس سټېشن ځانمرګے بريد غندلو سره د 5 كسانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو په …
ګورنر فيصل كريم كنډي په بنو ډوميل پوليس سټيشن ځانمرګے بريد وغندلو

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د جمعې په ورځ په بنو ډومېل پوليس سټېشن ځانمرګے بريد غندلو سره د 5 كسانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو په شمول د وګړو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل ترهګر په صوبه كښې د امن او انسانيت دښمنان دي۔ مونږ په پېښه كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره د هغوي په غم كښې يو برابر شريك يو۔








