اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د بېلو ډلو د اړخه سختو بيانونو رامخې ته كيدو باوجود د امریکې او ايران ترمينځه په روانو خبرو اترو هلو ځلو د باور څرګندونه وكړه ۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئيل د پاکستان د هلو ځلو مقصد د امریکې او ايران ترمينځه تاؤ ترېښوالے ختمول او د تل پاتي امن لاره سمول …
د پاکستان د هلو ځلو مقصد د امریکې او ايران ترمينځه تاؤ ترېښوالے ختمول او د تل پاتي امن لاره سمول دي ۔ د خارجه دفتر وياند پرېس بریفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د بېلو ډلو د اړخه سختو بيانونو رامخې ته كيدو باوجود د امریکې او ايران ترمينځه په روانو خبرو اترو هلو ځلو د باور څرګندونه وكړه ۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئيل د پاکستان د هلو ځلو مقصد د امریکې او ايران ترمينځه تاؤ ترېښوالے ختمول او د تل پاتي امن لاره سمول دي۔ده ووئيل بیجنګ كښې وړاندې شوي 5 نكاتي امن منصوبه او د اسلام آباد څلور اړخيزه خبرو اترو 7 نكات په نړيواله كچه ستائلې كيږي۔ده ووئيل امریکې او ایران په پاکستان باور د ثالثۍ د کردار اعتراف دے دغسې د پاکستان موقف په نړيوالو اصولو او منطقه كښې د امن و استحکام په وده اډانه دے۔وياند ووئيل پاکستان په خلیجی هېوادونو د ایران د اړڅه د شوو بريدونو سخته غندنه كړي او دې څخه وړاندې په ایران د شوې بريد يې هم غندنه كړې ده ۔ ده ووئيل زمونږ موقف په اصول، د انساني چارټر په اصولو او سيمه كښې امن و استحکام ته د ودي وركولو مقصد سره سم دے ۔ د امریکې او ایران پلاويوخبرو اترو لپاره د پاکستان دورې په اړه د پوښتني په ځواب وياند واضحه كړه چې ممکنه خبرو ٬ وخت، ایجنډا او د پلاويو تعین به اړوند هېوادونه پخپله كوي۔ خبرو كښې د اسرائیل كوم نمائنده ګډون په اړه د پوښتني په ځواب وياند ووئيل دا ډول كومه اطلاع نه لرو خو پاکستان د امریکې، اروپائي شراکت دارو، او آئی سی او جي سي سي هېوادونو سره خبره كوي چې پكښې ځيني د اسرائیل سره سفارتی اړيكي لري۔ وياند ووئيل دا مهال زيات مشکل سهولتي عمل كښې رامخې ته شوو پیچلتياؤ باوجود زمونږ هڅي رواني دي، چیلنجونه او خنډان په خپل ځائے شته خو مونږ به د سهولت کارۍ خپلو هڅو او د خبرو اترو ودي لپاره خپلي هڅي رواني ساتو۔وياند دا تاثر مسترد کړو چې پاکستان په ایران فشار اچوي ۔ ده ووئيل پاکستان يواځي خبرو اترو او سفارت کارۍ ته وده وركوي۔ده ميډيا خبر كړه چې د ايران حکومت د پاکستانی بيرغ لرونكو نورو 20 بحری بيړيو ته د آبنائے هرمز څخه د تيريدو اجازه وركړي چې پكښې د ورځي دوه بحري بيړۍ د آبنائے هرمز څخه تيريږي۔وياند ووئيل دا مثبت اعلان د خبرو اترو، سفارت کارۍ او لاور جوړولو اقدامات پلو زمونږ د اجتماعی هڅو يو معنیٰ لرونكے پیش رفت دے كومه چې د مخ په وړاندې تللو يواځنۍ لاره ده۔ طاهر حسین اندرابی ووئيل د ایران خارجه وزارت وياند دا بيان چې ایران خبرو كښې برخه نه اخلي،په غلط ډول وړاندې كړے شوے۔ده ووئيل اروپائي کونسل او د ملېزيا پشمول نورو هېوادونو د څلور اړخيزه خبرو په 7 نكات او د نائب وزیر اعظم محمد اسحاق ډار د بیجنګ دورې په مهال د وړاندې شوو 5 نکاتی امن منصوبې د مرستې څرګندونه كړي۔ده ووئيل د تصدیق وړ ريكارډ له مخې هند كښې هر كال د مسلمانانو په ضد د تشدد (لنچنګ) نزدې 100 پېښې رامخې ته كيږي۔ د خارجه دفتر وياند ارومچی كښې د پاکستان-افغانستان خبرو په اړه ووئيل پاکستان د باور وړ عمل مرستې لپاره خپل پلاوې ليږلے دے چې مقصد يې د محفوظو پټن ځايونو د مسئلې كوټلے حل لټول او افغانستان څخه د ترهه ګرۍ ختمول دي۔ده ووئيل زمونږ ګډون زمونږ د بنیادی اندیښنو پخلے دے دغسې حقیقی عمل ذمه واري په افغانستان ده ٬ هغوي له به د پاکستان په ضد د خپلي خاوري كارونكو ترهه ګرو په ضد ښكاره او د تصدیق وړ اقدامات کول وي۔د متحدہ عرب امارات او افغان خارجه وزيرانو ترمينځه ټیلیفوني خبرو نه پس رامخې ته شوي بیان په اړه د پوښتني په ځواب وياند ووئيل افغان ډلي چې د كومې ارادې څرګندونه كړې ، د هغې مرسته په تحریری شکل كښې د كوټلي ، د تصدیق وړ باور د لارې به كول وي چې د هغوي خاوره به د ترهه ګرۍ لپاره نه كارولې كيږي۔ده ووئيل دا ډول باور په 2021ء كښې دوحه كښې د طالبانو د اړخه په تحریری صورت وركړے شوے ؤ خو په هغې عمل درآمد ونه شو۔ده ميډيا ته ووئيل آپریشن ”غضب للحق“ روان دے ٬ څو ورځي وړاندې هم د پاکستانی سکیورټی فورسز کارروائی كړي دغسې د خبرو باوجود په دې آپریشن كښې كوم بدلون نه دې راغلے










