د قومي اسمبلۍ سپيکر سره د كاناډا هائي کمشنر وليدل،د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره په پاکستان كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته ودي وركولو ته خاص پام لرنه وشوه۔ دواړه اړخه تجارت، سرمايه كارۍ، تعليم …

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره په پاکستان كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته ودي وركولو ته خاص پام لرنه وشوه۔ دواړه اړخه تجارت، سرمايه كارۍ، تعليم او د كار استعداد زياتولو په شان شريكو ترجيحي څانګو كښې مرستي لا قوي كولو ته اتفاق راغلو۔د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د كاناډا هائي کمشنر هركلي كولو سره ووئيل پاکستان کاناډا سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني مرستي ته لا ودي وركولو په حاجت زور راوړو او د تجارت و معاشي شراکت دارۍ پراخه امکانات يې رامخې ته كړل۔د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په اولسي كچه رابطو ته ودي وركولو په اهميت هم زور راوړو دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك فهم او ملګرتيا لا مستحکمه كړې شي۔ده ووئيل د پاکستان پارليمنان ته د نړۍ د وړومبې ګرين پارليمنټ اعزاز ترلاسه دے او هېواد كښې په خاص توګه زراعت او معدنيات په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته۔د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د جمهوري اقدار ودي او ادارہ جاتي پرمختګ لپاره د پاکستان هڅي وستائېلي او تعليم، سرمايه كارۍ او د كار استعداد زياتولو په شان مهمو څانګو كښې مرستي لا زياتولو كښې د كاناډا د خوښۍ پخلے وكړو۔ دواړو اړخه څخه د پاکستان-کاناډا اړيكو ته په مثبت پيشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او شريكو اړيكو لا قوي كولو له يې د نزدې رابطو روانو ساتلو د عزم پخلے وكړو