د تعلیم او روغتيا په شمېرو كښې ښكار ه ښه والے نېكمرغه دے ،د بلوچستان وزیر اعلې

کوئټه۔ 02 اپریل (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي د 3 مياشتو په مهال په پرانسې کچهریو كښې د استاذانو او ډاکٹرز غیر حاضرۍ په اړه ګېلې د يو فیصد څخه هم لږې پاتې شوي دي كومه چېد حکومت د ښه مانیټرنګ او موثر واكمنۍ واضحه ثبوت دے۔ ده په ایکس ووئېل تعلیم اور د روغتيا شمېرو كښې ښكاره ښه والے نېك مرغه دے …

کوئټه۔ 02 اپریل (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئېلي دي د 3 مياشتو په مهال په پرانسې کچهریو كښې د استاذانو او ډاکٹرز غیر حاضرۍ په اړه ګېلې د يو فیصد څخه هم لږې پاتې شوي دي كومه چېد حکومت د ښه مانیټرنګ او موثر واكمنۍ واضحه ثبوت دے۔ ده په ایکس ووئېل تعلیم اور د روغتيا شمېرو كښې ښكاره ښه والے نېك مرغه دے او دې سره د اولس په حکومتي اقدامات باور لا زيات شوے دے ۔ ده ووئېل پرانسې کچهریو كښې د استاذانو او ډاکټرز د غیر حاضرۍ په اړه اولسي ګېلې راغې وې خو د كوټلې تګلارې له مخې ٬ په سختې څارنې او په وخت اورېدنې سرره په دې تر ډېره حده قابو موندلے شوے ،اداروو كښې حاضري باروي كرې شوې او سروس ډلیوري كښې واضحه ښه والے راغلے ۔ وزیر اعلی ووئېل د تېرو 9 مياشتو په مهال د بلوچستان 36 ضلعو كښې په مجموعي توګه 412 پرانستې کچهرۍ شوي ، چې پكښې 3675 ګېلې راغلې وې او په هغې كښې زياتره د تعليم او روغتيا محكمو په اړه وې كومې چې نزدې لرې كرې شوي دي خو سږ كال مارچ كښې راغلې 871 ګيلو كښې يوازې څلور د غیر حاضرۍ وې كوم چې د دې امر واضحه ثبوت دے چې اصلاحاتي اقدامات موثر ثابتېږي ۔ د بلوجستان وزیر اعلې په اصلاحاتی تګلاره موثر عملدرآمد او د واكمنۍ ښه والي لپاره د چیف سیکرټري شکیل قادر خان فعاله کردار ٬ د سیکرټریز د کمیټۍ او د ډویژنل و ضلعي انتظامي ستائنه وكړه چې د غونډو تسلسل د ګډ ګورننس اهداف له مرسشتياله ثابت شوې ۔ ده د دې عزم بخلے وكړو چې صوبه كښې ښه واكمني او سپېځلتيا به لا مضبوطولې شي او حکومت د اولسي مسائل حل او اسانيو ښه كولو لپاره به هر ممکن اقدامات جاري ساتي ۔ وزیر اعلې ووئېل د صوبې هر سکول او روغتون په فعاله كولو اولس ته بنیادي سهولیات ورسول زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده

مزید خبریں